1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننگرهار کې ۱۱ ملکيان وژل شوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې۱۱ ملکيان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/36tpn
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Deutsch
انځور: DW

دا پېښه نن د يکشنبې په ورځ غرمه مهال د اچین ولسوالۍ مامند درې مکړانه سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښي د تائيد تر څنګ زیاته ويلي دي چې په وژل شوو کې یوه مېرمن او شپږ ماشومان شامل دي.

هغه وويل، چي تر يادي چاودني وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي، چې دویمه چاودنه پرې شوې ده او دوه سرتیري پکښې ټپيان شوي دي.
 

خوږیاڼی وايي چي وژل شوي ملکیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته وويل، د مامند درې په مکړانه سیمه کې شاوخوا ۱۱ بجې د ملکیانو پر موټر چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.

هغه وویل، سیمې ته د افغان ځانګړو ځواکونو له رسېدو سره سم دویمه چاودنه وشوه، چې پکښې یو سرتیری وژل شوی او بل ټپي دي.

دی وای چې په دغه سیمه کې دریم ماین هم موجود وو او امنیتي ځواکونو شنډ کړ.

د دې پېښي مسئولیت تر اوسه پوري کومي وسله والې ډلې نه دی منلی؛ خو په دغه سیمه کې ترهگره ډله داعش فعالیت کوي، چې د ډېرو پېښو مسئوليت پر غاړه اخلي.

د شنبې په ورځ هم د ټاکنو پر مهال د وسله والو په ۱۵ بریدونو کې د یوې ښځي په ګډون درې ملکیان وژل شوي او د ۱۲پوځيانو په ګډون ۴۴ کسان ټپيان شوي ول.

اميد ديدار/ننگرهار