1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننګرهار کې ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

د ننگرهار ولایت په مرکز کې پر سيمه ايزو ځواکونو ځانمرگی بريد شوی چې د رپوټونو په حواله پکښې نهه کسان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان شوي دي. د معلوماتو له مخې ځانمرګی بریدګر پلي وو او هدف یې د سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان وو.

https://p.dw.com/p/3KLnS
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دويچه ويله ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ځانمرگی بريد د چپرهار ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پر موټر شوې دی، چې د وژل شویو او ژوبل شوو هویت به وروسته په ډاګه شي.

عطاالله خوږیاڼی زياته کړې چې ښايي د تلفاتو شمير نور هم لوړ شي.
 
په همدې حال کې د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان هم د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې ځانمرګی برید د شپږمې ناحیې اړوند فامیلیو سیمه کې د چپرهار د سیمه ا‌یزو پولیسو پر رینجر موټر شوی دی، چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. هغه زياته کړې چې د پېښې په اړه به بشپړ جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي. 

ځینو حکومتي سرچینو او ملکي وګړو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې برید د چپرهار ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو پر قومندان زمري شوی، چې خپله زمری او پنځه ملګري یې وژل شوي دي؛ خو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو په شرقي ننګرهار ولایت کې طالبان او داعش ډله حضور لري او وخت نا وخت پر حکومتي اهدافو بریدونه کوي. 

اميد ديدار، جلال آباد