1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې درې جسدونه موندل شوي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

په ننګرهار ولایت کې د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۳مه) د درو مړو جسدونه موندل شوي دي. د طالبانو یو ولايتي وياند د آلمان خبري آژانس ته پيښه تائيد کړې خو نه يې دې ويلي چې د دغو قتلونو تر شا د چا لاس دی.

https://p.dw.com/p/41Bwh
Afghanistan Taliban in Dschlalalabad
انځور: REUTERS

ځينو سرچينو ځايي خبریالانو ته ويلي دي چې دغه کسان داعش ډلې سره د اړيکي درلودلو په تور د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د دوو مړو جسدونه په داسې حال کې چې په جلال آباد ښار کې راځړول شوي ول، موندل شوي او دريم ېې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د باختر دولتي خبري آژانس هم په دې اړه رپوټ کې د «اسلامي دولت اړوند درو کسانو د وژل کيدو» خبر ورکړی دی.

دغه درې جسدونه څو ساعته وروسته له هغې موندل شوي چې وسلوالو کسانو په جلال آباد ښار کې د يوه خبریال په ګډون دوه ملکيان او دوه طالبان په ډزو ووژل.

نژدې يوه اوونۍ مخکې طالبانو د هرات ښار په مختلفو برخو کې د څلورو کسانو مړي چې ويلي يې ول انسان تښتونکي ول، راځړولي ول.

د اګست مياشتې په پنځلسمې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي، په ختيځ ولایت ننګرهار کې د هدفي وژنو پيښې ډيرې شوي دي.

داعش ډله چې طالبانو سره جنګيږي، تر يو حده په دغه ولایت کې فعاله ده او په وروستیو کې يې طالبانو پر ضد د يو لړ بریدونو مسئولیت هم منلی دی. داعش او طالبانو پخوا هم د یو بل پر وړاندې جنګيدلي دي.

طالبانو په حاضر وخت کې هم وايي چې د ننګرهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې ېې د داعش پر ضد چاڼيز عملیات ترسره کړي دي.