په نايجيريا کې ټاکنې ترسره شوې
۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبهنايجيريا د افريقا د ستري وچي تر ټولو زيات نفوس درلودونکی هيواد دی. په دغه هيواد کي پر ۷۰ مليونو هغو کسانو د شنبې په ورځ د رايو اچولو ږغ سوی ؤ چي د رايه اچونې شرایط لري. په دغه هيواد کي د پارلمان او د ولسمشرۍ ټاکني د امنيتي دلايلو پر اساس په شپږ اونۍ ځنډ سره د شنبې په ورځ تر سره سوې. خو د تخنيکي ستونزو له کبله د ۱۵۰ زرو ټاکنيزو مرکزونو څخه د ۳۰۰ مرکزونو د رايي اچونې پروسه د يکشنبې ورځي ته وځنډول سوه.
د کارول سوو رايو د لومړيو شمېرنو له مخي داسي اټکل کیږي چي برحال ولسمشر ګوډلک جانتن او د هغه د مخکښ سيال کانديد محمدو بوهاري تر منځ سيالي ډېره سخته ده. د دغو ابتدايي شمېرو له مخي مسيحي جانتن تر مسلمان کانديد بوهاري ډېر لږ مخکي دی. خو د نانجيريا د ټاکنو د کميسيون په وينا بشپړې او مؤثقي پايلي به د دوشنبې تر ورځي رابرسېره نه سي.
د نتايجو په اعلان کي د ځنډ اصلي علت د شنبې په ورځ د رايه اچونکو د نومونو د اليکترونيکي ثبت د آلو سره په بعضو ټاکنيزو مرکزونو کي ستونزي رامنځ ته سوي وې. پخپله د ولسمشر او کانديد ګوډلک جانتن له خوا د رايي اچونې پر وخت تخنيکي ستونزي رامنځ ته سوې. هغه د څو واري کوښښ وروسته وکولای سول چي خپله رايه وکاروي کړي.
د ټاکنو د کميسيون رئيس اتاهيرو جېګا دغه پېښه «د خواښينۍ او شرم وړ» وبلله. خو د نوموړي په وینا په ټوليزه توګه د رايي اچونې پروسه ډېره پياوړې وه او دا چي په لوړه کچه په دغه پروسه کي برخه واخيستل سوه. خو د يادو تخنيکي ستونزو له کبله به د رايه شمېرني د پروسې نتايج په ټاکل سوو ۴۸ ساعتو کي بشپړه نه سي.
بوهاري ښه چانس لري
په نايجيريا کي د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ۱۴ سياستوالو ځانونه کانديد کړي ول. په دغو کي د لومړي ځل لپاره يوه مېرمنه هم شامله وه. د زياتو اټکلونو له مخي ښايي ولسمشر ګوډلک جانتن او د هغه سيال کانديد محمدو بوهاري تر نورو ټولو کانديدانو زياتي رايي تر لاسه کړي.
محمدو بوهاري په ۱۹۸۳م کال په نايجيريا کي پوځي کودتا کړې وه او د دغه هيواد واکمن سوی ؤ. دغه ۷۲ کلن مسلمان سياستوال د هيواد په شمال کي چيري چي زيات مسلمانان ژوند کوي، زيات پلويان لري.
دا چي دغه سياستوال په نايجيريا کي د اختلاس او اداري فساد د له منځه وړلو په تړاو زياتي ژمني کړي دي نو د هيواد په سويل کي اوسېدونکي يو شمېر مسيحيان يې هم پلويان سوي دي. که محمدو بوهاري د دغو ټاکنو په ګټلو وتوانيږي نو دا به په ۱۹۹۹م کال په نايجيريا کي د ډيموکراسي د راتلو راهيسي لومړی وار وي چي اپوزيسيون پر قدرت راځي.
ګوډلک جانتن چي عمر يې ۵۲ کاله دی، د نايجېريا د مسيحيانو څخه دی. په تيرو وختونو کي هغه په دې د سختو انتقادونو سره مخامخ سوی ، ولي چي ورباندي تور لګول کيږي چي د بوکوحرام او ترهګرۍ پر ضد يې په قاطعيت سره اقدام نه دی کړی. خو د هغه په هکله بيا هم زيات اټکل کيږي چي دغه ټاکني به وګټي او ولسمشر به پاته سي.