«په میلیونونو افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعهد آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې «سیف دي چلډرن» مشر تیموتفي بیشف، ویلي دي: «د ډیری افغانانو له پاره په خپله دغه ویروس یو ګواښ نه دی، بلکې لوږه یو ګواښ دی چې پر ګرځیدو د محدویتونو او خوراکي موادو د تأمین د ځنځیر د ماتیدو په پایله کې رامنځ ته شوې.»
په ځانګړې توګه دغه سازمان په لیرې پرتو سیمو کې د لوږې د احتمالي ګواښ وړاندوینه کوي. د ماشومانو د ساتنې سازمان په وینا د ګرځبندیز له کبله زیاتره هغه کسان چې په ورځني مزد کار کوي نور کوم عاید نه لري او په عین وخت کې د خوراکي توکو بیې ډیرې لوړې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) تیره میاشت په یوه رپوټ کې د افغانستان په سترو ښارونو کې د اوړو په بیه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي څخه یادونه کړې. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې د کرونا وبا تر ۱۴ میلیونو د زیاتو انسانانو د خوراکي مواد تأمینول له خطر سره مخامخ کړي دي.