په مصر کي د کلنتن د سفر پر ضد مظاهرې شوې دي
۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبهاعلان
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په مصر کي د تازه ټاکل سوي مصري ولسمشر محمد مورسي، سره ليدلي دي. د لومړي ځل دغه ملاقات په قاهره کي په لاريونونو او احتجاجونو بدرگه سوی دي.
احتجاج کوونکي په قاهره کې د کلنټن د هوټل مخې ته راټول سوي ول او د امريکا پر ضد ئې شعارونه ورکول. د يکشنبې په ورځ به کلنټن د مصر د پوځي شورا له رئيس حسين طنطاوي سره په بندري ښار سکندريه کي ملاقات وکړي.