په مسکو کې د برم پوځي پرېټ
روسيې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۷۶مه کلیزه په پوځي پرېټ ولمانځله. روسيه هرکال د می ۹ لمانځي. انځورونه يې وګورئ!
د مراسمو پیل
د پلان له مخې پوځي پرېټ د ګرينويچ پر وخت د سهار پر ۷ بجو په ځانګړو تشریفاتي مراسمو سره پیل شو.
د پوتين ګډون
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین هم په مسکو کې د می مياشتي د نهمې په پوځي مراسمو کې ګډون درولود او د پوځي پرېټ ننداره يې وکړه. هغه له پخوانيو پوځيانو سره د لیدنې پر مهال.
مسکو او لويديځ
د روسېې دغه پوځي پرېټ په داسې وخت کي وشو چې سږکال يې له لويديځ سره اړيکې هم خړې پړې شوې دي.
پوتین د پخوانيو جنرالونو په منځ کې
په انځور کي د دوهمي نړيوالي جگړې څوتنه گډون کوونکي ښکاري. پوتين هغوی ته مبارکي ورکړله.
په مسکو کې سور میدان
دغه پوځي پرېټ د مسکو په سره میدان کې تر سره شو.
د ځواک ښوول
همدا ډول ويل شوي ول چې د مسکو د یکشنبې ورځې په پوځي پرېټ کې د نړیوال بالیستيکي توغنديو په ګډون به ۱۹۰ ډوله وسلې وښودل شي.
ډول ډول پوځې الوتکې
په پوځي پرېټ کې د نژدې ۸۰ پوځې الوتکو ګډون. درې جوړې الوتکې د سره میدان له سره په آسمان کې د روسې د درې رنګه بیرغ په نقش کاږولو سره تیریږي.
زغروال ټانکونه
روسيې په دغه پوځي پرېټ کې خپل پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ. روسيه د نړۍ يو قوي پوځي ځواک درولودونکی هیواد ګڼل کيږي.
بیا هم زغروال ټانکونه
زغروال روسي ټانکونه د هغو درونو وسلو له ډلې څخه ول چې د یکشنبې ورځې په پوځي پرېټ کې تیر شول.
په زرونو عسکر
تر پوځي پرېټ دمخه رپوټونو کې راغلي ول چې د مسکو په دغه پوځي مراسمو کې ۱۲ زره عسکر ګډون کوي.
د مختلفو قطعاتو عسکر
روسيې د يکشنبې ورځې په پوځې پرېټ کې د مختلفو پوځي قطعاتو سرتيري وښودل شول.
د بریا ۷۶مه کلیزه
روسيه په داسې وخت کې سږکال د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي د بریا ۷۶مه کلیزه لمانځنه چې سږکال يې له امریکا متحده ایالات سره ديپلوماتيکي اړېکې ترینګلي شوي دي.
ناټو ته ځواب
روسيه وايي دغه مسئله چې د لوېديځ د اندېښنې سبب شوې په اصل کې د ناټو پوځي اتحاد او اوکراين د پوځي فعالیتونو ته د ځواب په توګه د پوځي تمریناتو یوه لړۍ وه. روسيې وروسته د خپلو ځينو ځواکونو د وتلو امر وکړ.
د پوځي پرېټ ادامه
د فرانسې خبري آژانس په حواله روسیه پلان لري چې د دوشنبې په ورځ د می ۱۰مه هم دې ته ورته پوځي پرېټونه په خپلو ځینو نورو ښارونو کې وکړي.