په مزارشریف ښار کي 15 واټونه ډمبریږي
۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبهد مزار شريف ښاروالي په پام کي لري چي په ښار کي دننه 15 واټونه په پاخه او اساسی ډول جوړ کړي.
د مزار د ښاروالۍ چارواکی وايی چی د دی واټونو په پخولو به 200 ميليونه افغانۍ لګښت راشی چی د مزارشريف د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږی.
د مزار شریف ښاروال، محمد يونس مقیم، وایی چی د دغی پروژی بودجه منظور شوی. د ده په وینا به دغه پروژه د روان کال تر پای پوری بشپړ شی:
« په روان کال کی مونږ کابو ۲۰۰ مليونه افغانی د ښار د واټونو د ډمبرولو د پروژی لپاره د ښاروالۍ له بودجی کی بيلی کړی دی. د دغی پروژی په ترڅ کی به 15 واټونه دمبر شی.»
که څه هم د مزارشریف ښاریان په دغه ښار کی د په لاره اچول شویو بیارغونو پروژو څخه راضی دي خو دوی وایی چی دولت باید د واټونو د بیارغونی کیفیت ته پام وکړی.
د مزارشریف یو اوسیدونکی، اختر محمد، وایی چی په ښار کی یی ډیری د بيارغونی پروژی په لاره اچول شوی.
« په مزارشریف کی د بیارغونۍ کارونه ښه دی. ښار ډیر ښایسته شوی دی خو هغه واټونه چی په تیرو کلونو کی ډمبر شوی ول د لږ وقت په تیریدو سره یی په هر ځای کی موج یا پړسوب پیدا کړی او یا یی هم ډمبر چاودیدلی دی.»
د مزارشریف یو بل اوسیدونکی، میرعبدالحلیم، وایی چی د بی کیفیت واټونو د جوړولو څخه نه جوړول یی ښه دی.
«له دا ډول جوړيدنی، نه جوړيدنه ښه ده. پيسی مصرفیږی مګر بی ځایه. زما هیله دا ده چی د واټونو د ډمبرولو پرمحال کیفیت یی هم په پام کی ونیول شی.»
دا په داسی حال کی ده چی د مزار ښاروال، محمد یونس مقیم، وایی هغه واټونه چی په ښار کی دننه د ښاروالی له خوا جوړ شوی، کیفیت یی لوړ دی.
دی زیاتوی چی مزار شاروالی به تردی وروسته هم د واټ د جوړیدو د کیفیت څارنه کوی.
په مزارشریف کی د واټونو د ډمبریدو په برخه کی د ښاروالۍ له خوا دغه اقدام په داسی حال کی تر سره کيږی چی د ښار په زړه کی د زړو ساختمانونو د نړيدو کارونه پيل شوی.
ټاکل شوی چی د نوی ساختمانونو په جوړونه کی به د موټرو تم ځای هم په پام کی ونيول شی
عبدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکی: مسعود جهش