په مزارشريف کي یوه ناروغ د سره صلیب کارمنده وژلې
۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبهلا تر اوسه پورې د وژل شوې کارکوونکي هویت نه دی بربنډ شوی. هغه تر ویشتل کیدو وروسته په مارمل کمپ کې د ناټو روغتون ته لیږدول شوې وه چې بیا هلته یې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په تړاو یې دوه تنه نیولې دي. په نیول شویو کسانو کې هغه ۲۱ کلن ناروغ هم شامل دی چې د سره صلیب پر کارکوونکې یې ډزې کړې دي.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرجان دراني، ویلي دي چې دوه ناروغان په روغتون کې بستر شوي ول چې له ډلې څخه یې یوه په خپله «ویلچیر» یا د ناروغانو په چوکۍ کې یوه تومانچه پټه کړې وه او بیا یې دغه کارکوونکې ويشتلې ده. د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړې چې دواړه ناروغان اوس د پولیسو په بند کې دي.
دا د سره صلیب پر سازمان باندې تر ټولو وروستی برید دی. دغه نړیوال مرستندوی سازمان تر هغه وروسته د افغانستان په شمال کې خپل ډیر فعالیتونه ودرول چې د روان کال په فبروري میاشت کې یې په جوزجان ولایت کې کارکوونکي د وسله والو په یوه کمین راگير شول او په پایله کې یې شپږ تنه ووژل شول.
د دې سازمان دوه نور کارکوونکي برمته شوي ول، خو بیا تیره اوونۍ بیرته آزاد شول. تر اوسه پورې لا د دغو دوو پیښو مسئوليت کومي ډلې نه ده منلی، خو د جوزجان ولایت چارواکي یې پړه پر داعش اچولې ده.
زموږ له ارشيف څخه: