1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مريخ کې ژوند او کار: د راتلونکو ماموريتونو له پاره اډه

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

انسانان په نورو سیارو کې د اوسيدو خوب لري. خو مريخ ته تگ اوس هم يوه ستره ننگونه ده. د دويچه ویله خبرياله اوليويا زيکووچ يوې داسې اډې ته ورغلې ده چې په مريخ او يا سپوږمۍ کې د ژوند او کار له پاره زمينه برابرولی شي.

https://p.dw.com/p/3VH85
Das MaMBA Habitat soll die Raumfahrer, unter Anderem, vor der aggressiven, kosmischen Strahlung beschützen.
انځور: ZARM

په سپوږمۍ او يا مریخ کې به د انسانانو ژوند څه ډول وي؟ د دې پوښتنې ځواب سړی د آلمان په بريمن ښار کې د فضايي تکنالوژي او مايکرو گريويټي د مرکز (ZARM) څخه ترلاسه کولای شي.

دغه مرکز د آلمان د دې شمالي ښار په څنډو کې په يوه داسې ودانۍ کې پروت دی چې د سړي پام ځان ته نه اړوي. ترڅنگ یې د «ډروپ پاور» په نوم هغه ودانۍ هم پرته ده چې د کشش ثقل د تجرباتو د ترسره کولو له پاره جوړه شوې ده.

د مرکز په دننه کې په يوه ستر سالون کې د راتلونکي د دې اډې لومړی ماډل چې د «مریخ او سپوږمۍ ماډل» نوم ورکړل شوی، جوړ شوی دی. د دې انگلسي مخفف MaMBA دی.

د یوه سلنډر يا گاز ډبې په شکل دغه اډه چې شپږ متره لوړه او ۵ متره قطر لري، له لرگي جوړه او خړ وسپنيز رنگ ورکړل شوی دی. له دغه مرکز څخه بريگريت کنکلدي د سپوږمۍ او مريخ د لومړۍ نمونه يي اډې يا ماډل په اړه وويل چې يقيناً به د مريخ له پاره په جوړيدونکې اصلي اډه کې له لرگي کار نه اخيستل کيږي. په دې نمويي اډه کې لرگې د گران بيه توکو د سپما په موخه کارول شوی دی.

پر کار تمرکز

په ټوله نړۍ کې په دې تیرو څو کلونو کې يو شمير دې ته ورته نمونه يي اډې او چاپيريالونه رامنځته شوي دي، خو د هغوی لومړۍ دنده داوه چې د خلانوردانو پر روان په فضا کې په دغه يوه ډول يوه ځای کې کيدونکي اثرات مطالعه کړي.

خو د خوراکي توکو د توليد، د کافي اوبو او همدا راز د هوا د ريسايکلنگ يا بيرته پر کار اچولو او همدا شان د انرژۍ د توليد ستونزه هم يوه حل ته اړتيا لري. 

Birgit Kinkeldey, Head of Corporate Communication at ZARM
د فضايي تکنالوژۍ او مايکرو گريويتي له مرکز څخه بیرگت کنکلیدېانځور: DW/O. Zivkovic

نوې جوړه شوې دا نمونه يي اډه به هغه ته ورته وي چې يوه ورځ ترې ښایي په رښتيا په فضا کې په يوه داسې ماموريت کې کار واخیستل شي چې انسانان هم گډون ولري.

د دې پروژې تر شا اصلي تن جيو فزيک پوهه کرستيانه هاينکه ده. نوموړې تر دې مخه يو کال په هوایې کې د « HI-SEAS » په نوم مرکز کې تیر کړی دی. هاينکه هلته منزوي ژوند کاو او يوازې د خلانوردانو په ځانگړو جامو کې له دغه مرکز څخه د وتلو اجازه درلودله.

له همدې کبله هغه پوهيږي چې په دې اوسنۍ اډه کې کومې نيمگړتياو شته او د څه په اړه نورې څېړنې بايد وشي.

په يوه فضايي اډه کې اوسيدونکي باید د دې وړتيا ولري چې هره هغه برخه چې د اورلگېدنې له کبله اغیزمنه شوي وي، وتړل شي. له همدې کبله د MaMBA دا نوې اډه شپږ جلا جلا برخې لري چې هر يوه یې له بلې برخې سره له دوو لارو پيوند ده. دغه برخې یې په دې ډول دي: ۱. ورکشاپ- ۲. لابراتوار- ۳. گرين هاوس، د ورزش خونه – ۴. د وزگار وخت کوټه ـ ۵ پخلنځای – ۶. د خوب خونه - او د هوا د انتقال لارې.

پخوانيو اډو بيا نورې ستونزې درلودلې. هندسېې یې د فشار پر وړاندې مقاومت نه درلود. اوبه او هوا هم ورته لکه د يوې عادې ودانۍ په څېر له باندې څخه انتقاليده.

دا نوې اډه د نورو ورته اډو څخه بېله ده او ښايي د دې ډېرو مهمو ستونزو د حلولو له پاره يوه فعاله او اغیزناکه طرحه ولري.

Nasa-Roboter «InSight» landet auf dem Mars
انسانان په نورو سيارو کې د ژوند خوب لريانځور: picture-alliance/dpa/Jet Propulsion Laboratory

د فضايي تکنالوژۍ او مايکرو گريويټي له مرکز څخه کنکليدي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په دې نوې اډه کې به داسې يو چاپيريال جوړ کړل شي چې پر مټ به یې جيو فزيک پوهان، د ستورو پيژوندونکي، خلانوردان، طب پوهان او د نورو ټولو برخو څخه ساينس پوهان تجربې او تحقيقات ترسره کړای شي. 

د دې نوې اډې يوه ځانگړنه داده چې په لومړي ځل به یې په ډيزاينولو کې د یوه داسې ډال څخه کار واخيستل شي چې د گرد بادونو او د ډېرو خطرناکو کيهاني شعاعو مخه ونيسي. د کنکليدی په خبره په اصلي اډه کې به دغه ډال د هغه موادو يعني ډبرو او نورو عنصرونو څخه جوړ شي چې په مريخ کې موندل کیږي. خو دا به ممکنه نه وي چې دغه ډول يو ډار پر ځمکه و آزمويل شي.

هر کال د فضا نوردۍ ادارې مریخ ته د انسانانو د ليږدولو نوې ژمنې کوي او نوي پلانونه وړاندې کوی. دوه کاله وړاندې د امريکا د فضا نوردۍ ادارې په ۲۰۳۳م کال کې مريخ ته د رسېدو له پاره يو مفصل پلان وړاندې کړ. خو دا چې انسانان به کله مريخ ته ورسيږي او هغه خوب به رښتيا کړي چې له ډېرې مودې راهيسې یې لري، معلومه نه ده. خو د يوې داسې اډې جوړول چې کار ورکړي، انسانان د دې خوب تعبير ته نژدې کوي.

زموږ له آرشيف څخه: