1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې په روان کال کې۲۵۰۰ کډوال لادرکه شوي

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

په روان میلادي کې تر اوسه تر ۱۰۲ زرو ډېرو کسانو د تيونس له لارې له مديترانې سمندرګې څخه د تېريدو هڅه کړې ده چې دا د تېر کال په پرتله ۲۶۰ فيصده غير عادي ډېروالی ښيي.

https://p.dw.com/p/4WwTe
په روان میلادي کې تر اوسه تر ۱۰۲ زرو ډېرو کسانو يوازې د تيونس له لارې له مديترانې سمندرګې څخه د تېريدو هڅه کړې ده.
په روان میلادي کې تر اوسه تر ۱۰۲ زرو ډېرو کسانو يوازې د تيونس له لارې له مديترانې سمندرګې څخه د تېريدو هڅه کړې ده.انځور: Rebecca Berker/ROPI/picture alliance

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (يو ان ايچ سي آر) د پنجشنبې په ورځ په نیويارک کې وویل چې په ۲۰۲۳م کال کې اروپا ته د داخليدو د هڅې په ترڅ کې تر اوسه تر ۲۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او يا هم لادرکه شوي دي.

زياته شوې ده چې دا د تېر کال تر همدې مودې پورې د لادرکه شويو يا مړو شويو ۱۶۸۰ کسانو په پرتله غير عادي ډېروالی دی.

د يو ان ایچ سي آر مشرې رووين مينيک ډي ويلا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې «کډوالو او پناه غوښتونکو ته پر هر ګام له مرګ او له د دوی په حق کې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو خطر متوجې وي.» 

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو په بروکسل کې په دې اړه سره سلامشورې او غور کاوه چې د سمندر له لارې اروپا ته راتلونکو کسانو له کبله د رامنځته شويو ستونزو له وجې د آلمان او ايتاليا په څېر هېوادونو ته ور پيدا شوې اندیښنې څرنګه رفع کړل شي.

غړي هېوادونه او د اروپایي اتحادیې پارلمان په دې اتحاديه کې د پناه غوښتنې په ګډ سيسټم کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه له تېرو څو کلونو راهېسې خبرې اترې کوي خو تر اوسه یې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

ملګرو ملتونو څه وويل؟

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې (يو ان ايچ سي آر) په حواله د روان کال له جنورۍ مياشتې څخه د سپتمبر تر ۲۴ نیټې پورې تقريباً يو لک او ۸۶ زره کسان د مديترانې له لارې اروپا ته رسيدلي دي.

له دوی څخه یې يو لک او ۳۰ زره ايتاليا ته رسیدلي دي چې دا د تېر کال په پرتله ۸۳ سلنه ډېر دي. نور کډوال بيا يونان، هسپانيا او مالتا ته تللي دي.

له دې مهاجرو څخه ۱۰۲ زرو له تيونس څخه او ۴۵ زرو له ليبیا څخه د مديترانې څخه د اوښتو خپل سفر پېل کړی دی.

د يو ان ایچ سي آر مشرې رووين مينيک ډي ويلا، وويل چې څه نا څه ۳۱ زره کسان په تيونس کې په سمندر کې ژغورل شوي، په داسې حال کې چې لس زره او شپږ سوه بيا په لیبیا کې له کښتيو ژغورل شوي.