1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي تر ۱۰۰ زيات مهاجر ډوب سوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

يو وار بيا د ليبيا ساحل ته نژدې د مهاجرو یوه کښتۍ ډوبه سوې ده. ملگرو ملتونو د يوه ناورين خبره کړې ده او د ژغورونکي ځواک د بيا فعاليت غوښتنه یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Mm3i
Mittelmeer: Rettung von Flüchtlingen in Seenot
انځور: picture-alliance/L. Schmid/SOS Mediterranee

د مهاجرو نړيوال سازمان (آی او ام) ويلي دي چي د ليبيا ساحلي ځواک د ډوبي سوي کښتۍ ۱۳۴ مهاجر ژغورلي دي. ژغورل سوي کسان د طرابلس ختيځ کي د الخمس کمپ ته انتقال سوي دي.

ژغورل سویو کسانو ويلي دي چي کښتۍ يې له بيړني حالت سره مخامخ او وروسته ډوبه سوه. ويل سوي دي چي ۱۱۵ مهاجر لادرکه دي چي کيدای سي ډوب سوي وي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې رئيس فيليپو گراندی، په خپل تويتر کي ليکلي دي چي دا پيښه په روان کال کي «په مديترانه کي تر ټولو ستره تراژيدی» ده. هغه په اوبو کي د ژغورونکي ځواک د فعاليت د بيا پيلېدو غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي چي د ليبيا په کمپونو کي دي د مهاجرو ساتل ختم او هغوی ته دي پر وچه لار د ډاډمن سفر زمينه برابره سي.

ليبيا د هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره مهم هيواد دی چي غواړي له هغه ځايه اروپا ته د مديترانې سمندرگي له لاري ځانونه ورسوي. خو د شمالي افريقا په دغه هيواد کي کورنی جنگ روان دی او ډيري برخي يې د ملېشه وو په کنترول کي دي.

هر کال په زرونو انسانان په مديترانې سمندرگي کي ډوبيږي. د مهاجرو نړيوال سازمان د راپور پر اساس يوازي په روان کال کي پر دغه مرگوني لار ۶۸۰ انسانان مړه سوي دي. دغه راز ۳۷۰۰ کسان له ډوبېدو ژغورل سوي دي او د ليبيا په کمپونو کي پراته دي.

(nz/ms (afp, dpa, ap