1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليفرانسه

په مانش کانال کې اته کډوال ډوب شوي دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبه

فرانسوي چارواکو ویلي، اته کډوال له مانش کاناله د تیریدو پر مهال مړه شوي دي. دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې شاوخوا ۶۰ مهاجرو غوښتل له فرانسې بریتانیا ته واړوي.

https://p.dw.com/p/4ke1V
مانش کانال په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ یو له ګڼه ګوڼو کانالونو څه ګڼل کیږي.
مانش کانال په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ یو له ګڼه ګوڼو کانالونو څه ګڼل کیږي.انځور: Gareth Fuller/empics/picture alliance

د دو کاله پاس سیمې مشر ژاک بیلان په فرانسه کې وویل د ژغورنې کارکوونکو ته یې  ته خبرداری ورکړی و چې یوه کښتۍ چې ۵۹ کسان پکې سپاره وو د دو کاله پاس سیمه کې له ستونزو سره مخ شوې.

هغه د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه:« نن سهار شاوخوا یوه بجه یوه نوې پېښه رامنځ ته شوه او موږ د اتو کسانو په مړینه خواشیني یو.»

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

هغه زیاته کړه چې په مړو شویو کسانو  کې د افغانستان، ایران، سوریې، مصر، اریتریا او سوډان وګړي وو.مانش کانال په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ یو له ګڼه ګوڼو کانالونو څه ګڼل کیږي.قوي څپې لري چې د کوچنیو کښتیو تګ راتګ خطرناکه کوي.

بیلان وويل چې د دغې پېښې له قربانيانو سره د روان کال له پيله تر اوسه له مانش کانل  څخه د تېرېدو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٤٦ تنو ته رسېدلى دى.هغه وویل چې یوازې د سپټمبر په ۱۴ مه د فرانسېله مانش کانال څخه د تیریدو اته هڅې شوي او شاوخوا ۲۰۰ مهاجر ژغورل شوي.تر دې مخکې هم د روانې میاشتې په پیل کې په دغه کانال کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۲ کډوال مړه شوي وو.

د دغه کانال  په اوږدو کې پېښو د برتانیا او فرانسې پر حکومتونو فشار زیات کړی چې د کډوالو له کښتیو سره د مبارزې لارې چارې ومومي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

Rsh/Nk/zn/aa (Reuters)