په ليزبن کي د افغانستان په اړه رسمي غونډه پيل سوه
۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبهاعلان
د ناټو د عمومي منشي په خبره د غونډي اجندا د هغه پلان ملاتړ دی چي افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل په کنفرانس کي وړاندي کړی.
د ولسمشر کرزي په پلان کي راغلي دي چي افغان امنيتي ځواکونه به ددې جوګه سي چي په ۲۰۱۴ کال کي د کورني امنيت چاري په خپله غاړه واخلي.
په ننۍ غونډه کي پر دې باندي هم خبري کيږي چي په ۲۰۱۱ کال کي به په افغانستان کي د ځينو سيمو امنيتي مسووليت په خپله افغان ځواکونه په غاړه واخلي.
د ناټو چار واکو په خبره نن به د ليزبن په غونډه کي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د مشارک يو تړون هم لاسليک کړي.
د هغوی په خبره ددې تړون څخه يې هدف دادی چي افغانانو ته پوره ډاډ ورکړي چي ناټو به يې هيڅ کله يوازي پرې نږدي.
نجيب الله زيارمل/ ليزبن
کتونکی: عبدالباري حکيم