1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په لغمان کې د جنازې پر مراسمو چاودنه شوې

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې. چارواکو ويلي دي چې درې کسان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

https://p.dw.com/p/3VFeg
Afghanistan PK Gulbuddin Hekmatyar
انځور: DW/O. Deedar

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ سهار د دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه سیمه کې شوې ده.

دی وويل چې د پېښې اوه واړه ژوبل کسان د لغمان ولایتي روغتون ته استول شوي دي، چې روغتیايي حالت یې اوس ښه دی: «وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.ِ»

د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت او د پېښې د رامنځته کېدلو لامل نه دی په ډاګه شوی.

چارواکو ويلي دي چې پېښه په هدیره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي خان اغا رسنيو ته ويلي دي چې پېښه هغه مهال وشوه، چې خلک د یوه قومي مشر جنازې ته ورټول ول.

د دغې چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی؛ خو د لغمان په دولت او ورڅېرمه سیمو کې تر ډېره وسله وال طالبان حکومت ضد فعالیتونه کوي.

اميد ديدار