په لغمان کي د اوبو کانال پروژه بشپړه سوه
۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعهد لغمان ولایت د اوبو رسولو د ادارې رئیس سید عبدالرحیم سادات، وایې چې په دغه پروژه کې څلور سوه متره استنادي دیوال جوړول هم شامل دي چې له جوړیدو سره ئې سلونه جریبه کرهڼیزه ځمکه د سیلاب له ګواښه وژغورل شوه .
هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي: « دغه پروژه چې د پاچا جي په سیمه کې گټې اخیستنې ته وسپارل شوه، د ۴۵۰ متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال او د ۱۸۵ مترو په ژوروالي یوه ویاله ده چې د الیشنگ سیند ته څیرمه شاوخوا ۴ زره جریبه ځمکې ته اوبه تیرې شوي دي.»
د نوموړې پروژې په اړه د سیمې څو تنو اوسیدونکو المان غږ ته وویل، چې مخکې د دوی ځمکې اوبه نه درلودې او له وچکالۍ څخه پکښې فصلونه نه شو کرل کیدای خو اوس د نوموړي کانال په جوړیدو ډیر خوشحاله دي چې فصلونو ته به په وخت اوبه رسیږي.
د هغوی په وینا پر دې سربیره هغه کرهڼیزې ځمکې چې د سیلاب له ګواښ سره مخامخ وې هم له دغه ګواښه څخه وژغورل شوې.
د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک، المان غږ ته وویل چې دوی په لغمان ولایت کې په روان لمریز کال کې د ۳۰ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د بیارغوني پروژې بشپړې شوي دي او د څلورو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت نورې پروژې تر کار لاندې دي :
« بشپړه شوې او روانې پروژې د روغتیا، زراعت، فواید عامې، پوهنې، ښاروالۍ او د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې رواني دي چې خلکو ته ترې ډیره ګټه رسیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان په ولایت کې د بیارغونې د پروژو په برخه کې ولسي خلک له دولت څخه خوښ بریښي خو وایې چې د بیا رغونې د پروژو پروسه باید تر څارنې لاندې وي.
شمعه احمدزی/ ننگرهار
کتونکی: سید ریاض