په لسونو زرو مهاجرو په آلمان کې کار پیدا کړی
۱۳۹۵ تیر ۲۲, سهشنبهد آلمان د کار آژانس مشر وایې چې په لسگونه زره مهاجرو د دغه هیواد د کار بازار ته لاره موندلې ده. خو اوس هم په دې برخه کې ډیرې ستونزې باقي پاتې دي.
د آلمان د کار آژانس مشر فرانک یورگن وایزه، د دوشنبې په ورځ د«راینشه پوست» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«هغو کاري برخو ته لا زیات مهاجر جذبیږي، چې مناسب مراجعین ورته موجود وي.»
په آلمان کې د مهاجرو له پاره د لوړو زده کړو او مسلکي کارونو شرایط
د دغو کسانو چې کار یې پیدا کړی دی یو پر څلورمه برخه یې په لنډ مهاله او ساده کارونو، د بیلگې په توگه د امنیتي کارکونکي او سرای دار په توگه گمارل شوي دي.
وایزه زیاته کړه، دا چې په دې شمیر کې مهاجرو کار پیدا کړی دی د ستاینې وړ خبره ده. نوموړي زیاته کړه: « بل لور ته موږ په مهاجرو کې داسې ۱۳۰ زره د کار وړ کسان لرو چې اوس بې کاره دي.»
وایزه زیاته کړه چې ۹۶ زره هغو مهاجرو چې اروپایې ریښه نه لري، د اپریل په میاشت کې له ټولنیزو بیمې سره کار کړی دی: «دغه شمیر د یو کال مخکې په پرتله ۲۲ زره تنه لوړ دی چې ۲۹ سلنه زیاتوالې ښئ.»
د دغو مهاجرو شمیر چې د کار بازار ته یې لاره موندلې او هغو کسانو چې په اونۍ کې د محدود ساعتونو کار کوي مجموعي شمیر ۳۰ زرو تنو ته رسیږي.
د آلمان پارلمان تیره اونۍ د مهاجرو د ټولنیز ادغام لومړنې قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې دولت له هغو تازه راغلو مهاجرو سره خپل مالي ملاتړ کموي چې د ټولنیز ادغام په برخه کې بریالي نه وي.
په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ او آلمان ته په ډیر لوړ شمیر کې د مهاجرو تر راتگ وروسته، دغه هیواد خپل د مهاجرت سیاست په برخه کې تغییرات راوستل. د مهاجرت اړوند قوانین یې هم تعدیل کړل. اوس دغه هیواد ته نوي راغلي مهاجر هم په لنډه موده کې د کار اجازه ترلاسه کوي.