په لسونو افغان مهاجر په يوه لارۍ موټر کي بې سده موندل سوي
۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبهد کروشيا مامورينو تائيد کړې ده چي د شنبې په ورځ ناوخته د دغه هيواد نوسکا ښار ته نژدې پر لويه لار پوليسو يو داسي لارۍ موټر درولی چي په پکښې ۶۲ انسانان پټ کړل سوي ول. د دوی د معلوماتو له مخي دغه کسان ټول د افغانستان او پاکستان وکړي دي.
د کروشيا له پلازمېني زاگرب څخه د راپورونو له مخي په دغه لارۍ موټر کي د کاربن مونوکسيد او هايپوترميا بوی د تنفس له کبله ډېری کسان بې سده سوي دي او يوه نژدې روغتون ته انتقال سوي دي.
د دغه قاچاقي موټر چلوونکی چي غوښتل ئې په غير قانوني توگه له سربستان څخه کروشيا ته مهاجر انتقال کړي تښتېدلی دئ.
سربستان او کروشيا د بالکان مسير پر لاره پراته هيوادونه دي. دغه مسير غربي اروپا ته د مځکي له لاري رسېدو غوره لار بلل سوې ده.
تير کال له دغي لاري (بالکان مسير)، له يونان څخه د مکدونيا، سربستان، کروشيا او سلووانيا له لاري تر يو ميليون زياتو انسانانو اتريش او بيا په ځانگړې توگه جرمني ته ورسېدل.
دغه لار بيا د تيرکال په ژمي کي په مقدونيا کي په يوه اغزن دېوال سره وټړل سوه. خو د اروپايي ټولني د سرحدونو د خونديتوب ماموريت «فرونتکس» د معلوماتو له مخي بيا هم د د روان کال په جريان کي نژدې ۱۸۰۰۰۰ مهاجرو له دغي لاري ځانونه غربي اروپا ته رسولي دي.
نور مطالب: