په قطر کي د بين الافغاني غونډي په اړه د کارپوهانو نظرونه
۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعهامريکا متحده آيالات دې ته سترګې په لار دي چې د درو مياشتو په موده کې به له طالبانو سره سوله وشي. د افغانانو تر منځ لومړۍ دغه ډول ليدنه په مسکو کې وه چې هغه غونډه هم يوه لاسته راوړنه بلل کېده، خو د ډېرو حساسو موضوعګانو لکه د ښځو د حقونو، د بهرنيو ځواکونو د وتلو، ترهګرۍ او له طالبانو سره د قدرت د شريکولو په برخو کې د حل لاره لا موندل شوې نه ده.
دوو کارپوهانو د فرانسې له خبري اژانس سره د خپلو توقعاتو په اړه خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې له يوې اوونۍ راهيسې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ مستقيمې خبرې اترې روانې دي. مايکل کوګلمن چې د امريکا متحده ايالاتو د ويلسن مرکز د آسيا د برخې مرستيال مدير دی، د دغې غونډې د پای په هکله وايي چې «موږ ښايي يو پراخ او غير دقيق بيان ووينو چې ځينې عمومي او غير مشخصې بنيادي خبرې به پکې راغلې وي او د دې توافق به هم ښايي پکې درج شي چې نور پرمختګ ته لا تمه موجوده ده.»
نوموړی زياتوي چې دغه خبرې اترې لا په لومړي پړاو کې دي چې له کبله يې نوموړی د برياليتوب انګېرنه نه کوي. خو د کوګلمن په خبره «دغه واقعيت چې دغسې خبري اترې تر سره کيږي خپله يوه لاسته راوړنه ده، که دا هم په نظر کې ونيول شي چې افغان سياسي چاپېريال څومره ډېر اړخيز او سره وېشلی دی او دا چې په تېر وخت کې هغه (دغه خبرې) په ناسم ډول پيل شوې وې.»
«امريکا غواړي چې بريا اعلان کړي»
کولين کلارک چې د سوفان په نوم د واشنګټن مېشتي فکري مرکز کارپوه دی، زياته کړه چې له ۱۸ کالو جګړې وروسته واشنګټن د چټک پرمختګ تمه لري. هغه د متحده ايالاتو د پاليسۍ په اړه وويل: «اوسنی حکومت غواړي چې يو تړون دې وشي او هر څومره زيات اړخونه چې پکې ښکېليږي، همغومره دغه کار زيات وخت نيسي او پېچلی کيږي.» د کلارک په خبره «هغوی د وتلو پر لور ټينګار کوي او غواړي چې دغه کار سر ته ورسوي. هغوی غواړي جګړه ودروي او همداراز غواړي چې بريا اعلان کړي.»
کلارک زياته کړه چې د يکشنبې په ورځ د افغانانو تر منځ د خبرو جوړښت چې د کابل د ادارې او حکومت سياستوال پکې په رسمي توګه نه، بلکې په انفرادي توګه ګډون کوي، دا معنی لري چې «افغان سياسيون څنډې ته کيږي.» د کوګلمن په خبره بيا «د سولې او پخلاينې د دغه بهير هره برخه طالبانو ته ترجيح ورکړې ده. او دا هم د تعجب خبره نه ده، ځکه چې طالبان د يوه قوي دريځ څخه خبرې کوي او کافي نفوذ هم لري.»
NS/NZ(AFP)