په فراه کي څلور ښځي په مرموز ډول وژل سوي
۱۳۹۳ مهر ۲۶, شنبهد فراه د والي وياند جواد افغان د جمعې په ورځ ناوخته په سيمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې له دې ښځو څخه يوه يې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ او درې نوري يې د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي وې.
د افغان په خبره دغه ښځي څو ورځي دمخه له نامعلومو کسانو سره تښتېدلي وې . هغه ويلي دي چي څلور سره ښځي د توپکچې په مرمۍ وشتل شوي او وژل شوي دي. د هغه په خبره د ښځو جسدونه د ګورجي په سیمه کې غورځول شوي ول چې وروسته د پولیسو له خوا د فراه ولایت رغتون د عدلي طب څانګي ته انتقال شوي دي.
د فراه د عامه روغتون د يوه ډاکټر په خبره د دغو ښځو يوه يې د پاخه عمر او او درې نوري يې ځواناني دي.
دا چي دغه ښځي ولي وژل شوي تر اوسه پوريې په اړه معلومات نشته او د پيښه پړه هم چا پر غاړه اخيستې نه ده.
خو د فراه ولايت د ښځو چارو ریاست مشره آغلې لیلیما صدیقي د پيښي پر تائيد سره بيره ويلي دي چي د دغو ښځو مېړونو د نشه يي موادو په نشو اخته ول.