په فراه کي ماين چاودني ۱۱ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ مرداد ۹, سهشنبهد فراه ولايت د عامي روغتيا رئيس عبدالجبار شاهيق د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کي پر يوه سرويس موټر باندي ماين چاودلی ۱۱ کسان پکښې وژل سوي او ۳۱ ټپيان سوي دي.
هغه ويلي دي چي دغه سرويس موټر له هرات څخه کابل ته روان وو د سړک د غاړي پر يوه ماين باندي ختلی دئ.
تر دې مخکي د فراه ولايت وياند محمد نصير مهري د آلمان خبري آژانس ته ويلي ول چي په دغه پيښه کي د ښځو او کوچنيانو په گډون ۸ کسان وژل سوي او ۴۰ نور ټپيان سوي دي.
هغه ويلي دي چي ځيني ټپيان د فراه ولايتي روغتون او ځيني يې هرات ته انتقال سوي دي.
د پيښي مسئولیت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دی. خو په فراه ولايت کي تر ډيره وسله وال طالبان فعاله دي.
په لارو کي د ماينونو ښخول په افغانستان کي د وسله والو طالبانو يو له تاکتيکونو څخه دئ. خو د افغان حکومت او وسله والو ډلو ترمنځ شخړو ډير تاوان ملکيانو ته رسيږي.
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په ۲۰۱۷م کال کي په افغانستان کي ۱۰۴۵۳ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه، چي له دې جملې څخه ۳۴۳۸ کسان وژل سوي او ۷۰۱۵ ټپيان سوي ول.