په فراه کي طالبانو او عسکرو ته سخت تلفات اوښتي دي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبهتیره ورځ افغان ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې هوايي عملیات تر سره کړل چې ویل شوې وه هلته ۱۸ طالبان وژل شوې او د نشه یې توکیو د تولید ۳۵ کارخانې له مینځه وړل شوې.
خو اوس د فراه د بکواه ولسوال عبدالغفور واېې چي هلته تر ۴۵ هغه کارګر او ملکيان وژل شوې چې یا یې په سیمه کې د نشه یې توکیو په تولیدي کارخانو کې کار کاوه یا یې کورونه همدې کارخانو ته نیږدي وه.
عبدالغفور دويچه ويله ته وویل: «پر یادو کارخانو او شاوخواه کلیو په بمبار کې ۳۵ کسان هغه کارګر وژل شوي چې د تاریاکو د پخولو په څو کار خانو کې یې کار کاوه او د همدې کارخانو تر څنګ د خلګو کورونه هم موجود دي چې څلور کورونه هم بمبار شوې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.»
بله خوا بيا د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمد نعيمي ويلي دي چي وسله والو طالبانو تيره شپه د دغه ولايت د گلستان ولسوالۍ په توت او چکاو سیمو کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی چې د ملي اردو ۲۵ سرتیري پکښې وژل شوي دي.
هاخواه د فراه د بکواه ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی عبدالغنی واېې په یادو هواېې بریدونو کې یو طالب هم نه دی وژل شوی ځکه طالبانو هلته نه شته او دا د قاچاقبرو او سوداګرو ځایونه وه نو ځکه پکې ټول مزدوران او هغه کسان وژل شوي چې د تاریاکو او هیروینو په پخیدو کې یې مهارت درلود.
بله خواه د صفی الله په نوم د هرات یو تن اوسیدونکی چې سهار یې له نیمروز څخه هرات ته سفر کړی وو، وايي چې سهار وختي د هرات - کندهار لویه لار د توت په سیمه کې دوه ساعته د ترافیکو پر مخ تړلې وه او شاوخواه طالبان ولاړ ول، خو وروسته چې طالبانو سیمه پریښودل بیا نو دوی ته د تګ اجازه ورکړل شوه.
د صفې الله په خبره هلته په سیمې کې خلګو ورته ویلې وه چې طالبانو د ملي اردو قرارګاه نیولې او ډیر عسکر یې وژلې او یوشمیر یې ژوندي نیولې.
بل لور وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه کي د ملي اردو پر عسکرو باندي بريد تائيد کړی دی.
عتيق الله مطمئن