1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

په فرانسه کي پر کوچنیانو د چاقو برید سوی

۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د فرانسې په انسي ښار کي یوه برید کوونکي په چاقو باندي پر کوچنیانو برید کړی او اوه تنه یې زخمیان کړي دي. فرانسوي چارواکو ويلي دي چي بريدګر يې نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4SLKV
Paris Schießerei in Innenstadt
انځور: SARAH MEYSSONNIER/REUTERS

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي دغه برید د پنجشنبه په ورځ د انسي ښار په یوې څلورلاري کي سوی دی. هغه زیاته کړې چي بریدګر نیول سوی دی.

فرانسوي چارواکو اعلان کړی دی چي د انسي ښار د الپ د غرونو په سیمه کي د شپږو کوچنیانو په شمول اوه تنه زخمیان سوي دي. پولیسو ویلي دي چي دغه کوچنیان درې کلن دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین ویلي دي چي امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره غبرگون وښود او بریدګر یې ونیو.

آلمان کې يوه سړي يوه ښځه په چاړه سخته ژوبله کړې

یو سیمه ایز چارواکي چي نه یې غوښتل نوم یې رسوا سي او یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چی دغه برید په سیمه ایز وخت د سهار پر نهه نیمو بجو سوی دی.

د  "بی اف ام" تلویزیون د رپوټ له مخي، دغه برید د نوموړي ښار په یوه پارک کي یوې ویالې ته نیژدې ترسره سوی دی.

د فرانسې د صدراعظمې الیزابت بورن دفتر ویلي دي چي هغه د پیښې ځای ته د تلو په حال کي ده.

د فرانسې په پارلمان کي وکیلانو د نوموړي خبر تر خپریدو وروسته، د دغه برید ټپیانو ته د درناوي له امله یوه دقیقه چوپتا اختیار کړه.

GP/NZ/AG