1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د پوړني له کبله د یوې مور د شړلو هڅه شوې

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

په فرانسه کې د ښي اړخو یوې وکیلي د ښوونځي د علمي سفر پرمهال د مسلمانې میرمنې چې پوړنی یې پر سر وو، د شړلو هڅې په دې هیواد کې بیا بحثونه را پارولي دي. نورو ښي اړخو سیاستوالو بیا پر دغه اقدام نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3RKCW
Frau mit Niqab
انځور: AFP/Getty Images

د تیري اونۍ په ترڅ کې جولیان اودول، د فرانسې یوې سیمه ایزې ښي اړخۍ وکیلې په فرانسه کې له عمومي ګالرۍ څخه د یوې داسې مسلمانۍ میرمنې د شړلو هڅه وکړه چې پوړنی یا ټکری یې پر سر وو.

دغه اقدام په فرانسه کې د اسلامي حجاب پر سر د تازه بحثونو سبب وګرځید. په فرانسه کې محافظه کاره اپوزیسیون او د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کرستین جیکوب، بیا د اودول پر دغه اقدام نیوکه کړې ده، خو د ښوونځیو له زده کوونکو سره د رسمي سفرونو پرمهال یې د حجاب لرونکو میرمنو پر تګ باندې د بندیز غوښتنه وکړه.

په فرانسه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کرستین جیکوب یوې سیمه ایزې رادیو ته په دې هکله وویل: «دغه کار پر یوه چا باندې له برید کولو پرته هم ممکن وو.» جیکوب چې په دې وروستیو کې یې دغه نوی مسئولیت پر غاړه اخیستی، زیاته کړې چې «لیکن له بل لوري موږ ټکان وخوړ چې یوې حجاب لرونکې میرمنې ته [له زده کوونکو سره] د ښوونځي د سفر پرمهال د تګ اجازه ورکړل شوې ده.»

فرانسې په ۲۰۰۴م کال کې د ښوونځي د سفرونو پرمهال پر داسې جامو بندیز وضع کړی چې مذهبي اړخ ولري. په دې هیواد کې ملکي کار کوونکي هم اړ دي چې مذهبي بې پروالی ډاډمن کړي. په فرانسه کې په ځانګړې توګه د ښی اړخو سیاستوالو ترمنځ اسلامي سمبولونه او سیاسي اسلام لا هم یوه توده موضوع ده.

فرانسې په ۲۰۰۴م کال کې د ښوونځي د سفرونو پرمهال پر داسې جامو بندیز وضع کړی چې مذهبي اړخ ولري.
فرانسې په ۲۰۰۴م کال کې د ښوونځي د سفرونو پرمهال پر داسې جامو بندیز وضع کړی چې مذهبي اړخ ولري.انځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

دا په داسې حال کې ده چې له یادې غونډې څخه د مسلمانې میرمنې د شړلو هڅه په دې هیواد کې د کیڼ اړخو او همدا راز د ولسمشر امانویل ماکرون د ګوند د غړو له انتقاد سره مخامخ شوې ده.

د فرانسې د جنسیت یا جندر د مساوات وزیرې مارلینه شیاپا د یادې پیښې په هکله په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي: «په عامه ځای او د خپلو ماشومانو د سترګو پر وړاندې د ميندو شرمول د مذهبونو ترمنځ نفرت رامنځ ته کوي.»

بل لوري ته د فرانسې د پوهنې وزیر میشل بلنکویر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر۱۳مه نیټه) د BFMTV په نامه د فرانسې یوه تلویزیون ته په خپلو خبرو کې وویل چې پر پوړني یا ټکري باید بندیز وضع نه شي، خو د ښوونځي د سفرونو پرمهال باید د ښوونځي چارواکي ميندي دې ته وهڅوي چې پوړنی پر سر نه کړي.

نوموړی استدلال کوي چې حجاب زموږ په ټلونه کې نه غوښتل کیږي...[حجاب] چې د میرمنو د وضعیت په هکله څه بیانوي، هغه زموږ له ارزښتونو سره سمښت نه لري.

نقاب یا حجاب په کومو اروپايي هیوادونو کې منع ګرځول شوی دی، په هکله یې انځوریز راپور دلته لوستلی شئ: