فلسطينيانو او اسرائيليانو يو پر بل بريدونه کړي
۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبهدا د ۲۰۱۴م کال تر جگړې وروسته د غزې پر سرحد د تاوتريخوالي د پراخيدو تر ټولو سخته پيښه ده. د اسرائيلو د پوځ په حواله له غزې تراډې څخه تر۷۰ زياتې د هاوان گولۍ او توغندي پر اسرائيلو ویشتل شوي دي. په ځواب کې د اسرائيلو هوايي ځواک د فلسطينيانو د حماس او «اسلامي جهاد» په نامه تندلارو ډلو کابو۶۰ مرکزونه ويشتلي دي.
د هاوان په چرو د دريو اسرائيلي عسکرو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی خو له فلسطيني اړخه د ممکنه تلفاتو په هلکه معلومات لا په لاس کې نشته.
د اسلامي جهاد په نامه وسله والې ډلې يوه وياند د مصر په منځگړتوب پر اوربند د سلا کيدو اعلان وکړ. په ۲۰۱۴م کال کې هم جگړه د مصر په منځگړتوب پای ته رسيدلې وه. وياند زياته کړې: «تر څو اسرائيل اوربند مراعتوي، موږ به یې هم مراعت کړو.»
حماس ډلې هم د چهار شنبې په ورځ اوربند تائيد کړ. خو د رسنيو په حواله اسرائيل بيا برعکس د اوربند د يوه تړون رامنځته کيدل رد کړي دي.
سربيره پر دې پوځ یې د چهار شنبې په شپه له غزې څخه هم د نويو بريدونو خبره کړې ده. د اسرائيلو هوايي ځواک هم د شپې ناوخته په غزه کې نور مرکزونه ويشتلي دي او په دې ترڅ کې یې جنگي او څرخي الوتکي کارولي دي. پوځ ويلي دي چې پر نورو سربيره یې د حماس پوځي مرکزونه تر بريدونو لاندې نيولي او د مصر پر پوله د کيرم شالوم پاټک ته څيرمه يو تونل چې حملې به ترې کيدلې، له منځه وړی.
۲۵ گولۍ ناکاره کړل شوي
د اسرائيلو لومړي وزیر بنيامن نتنياهو، د غزې څخه پر بريدونو د سخت پوځي غبرگون اعلان کړی. پوځ ويلي دي چې دوی د زور زياتي پراخيدل نه غواړي خو حماس ته يې واضح خبرداری ورکړی دی.
د پوځ په حواله د «اوسپنيزي گمبزې» په نامه د راکتونو دفاعي سسټم وکولای شول د سه شنبې په ورځ ۲۵ توغندي ناکاره کړي. خو يوه گولۍ د اسرائيلو د جنوبي سيمې د يوه وړکتون په سرای کې لگيدلې ده.
په دې ساحلي سيمه کې چې اسرائيل ئې ټينگه ساتي، د ښوونې او روزنې وزارت په حواله د يوه ښوونځي ودانۍ هم سخته زيانمنه شوې ده. دا په داسې حال کې وه چې د دغه ښوونځي شاگردان په وروستيو آزموينو بوخت ول. خو له دې ځايه هم د چا د ټپي کيدو خبرونه نه دي ورکړل شوي.
د اسرائيلو پوځ ويلي دي چې له غزې څخه توغول شوي يو شمير راکټونه احتمالاً ايراني راکټونه دي.
اسلامي جهاد ډلې او حماس د راکټي بريدونو مسئوليت منلی دی. دواړو ډلو په يوه کم ساري شريکه بيانيه کې ويلي چې بريدونه یې په تيرو ورځو کې په غزه کې د دوی پر مرکزونو د اسرائيلو د بريدونو غیرگون دی. زياته شوې ده چې دا پر فلسطيني ولس د اسرائيلو د اشغال او جنايتونو ځواب دی.
ملگري ملتونه بايد خپل دريځ واضح کړي
امريکا متحد ايالات د فلسطينيانو له خوا بريدونه ته په کتو سره د ملگرو ملتونو د بيړنۍ ناستې غوښتنه کوي. دوی وايي دا غونډه بايد د چهار شنبې په ورځ را وبلل شي.
په ملگرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالاتو سفيرې نيکي هیلي، وويل: «ملگري ملتونه بايد د بې گناه ملکي اسرائيليانو پر وړاندي د فلسطينيانو د روز زياتي د تازه لړۍ په هلکه خپل دريځ روښانه کړي.»
هغې زياته کړه چې د فلسطينيانو مشرتابه بايد په ځواب ورکولو مکلف کړل شي. خو امريکا متحدو ايالاتو د غزې پر پوله دوې اوونۍ تر مخه د خونړي زور زياتي په هلکه د خپلواکو پلټنو خبره رد کړې وه.
سپيني ماڼۍ ويلي ول چې د دغه زور زياتي ټوله پړه د حماس پر غاړه ده او له همدې امله اړينه نه ده چې پر اسرائيلو د روز زياتي څخه د لاس اخيستو غږ شي.
Kle/stu(dpa,afp, rtr,ape)(B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: