په غزني کې د مايڼ چاودنې درنه مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعهد آلمان خبري آژانس، د یاد ولایت د ولایتي شورا د غړي نصير احمد فقيريار، له قوله ليکي چې دغه پيښه د جمعې ورځ په سهار د غزني په جغتو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په وينا په پيښه کې د درو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي هم دي. د غزني د والي وياند عارف نوري هم دغه پیښه تائيد کړي دي.
چارواکي وايي چې د پيښې قربانيان د مرکزي ولایت دايکندي اوسیدونکي ول چې دغه ولايت پر لاره ول. چارواکي وايي دغه ماین د افغان امنیتي ځواکونو په موخه د امنيتي ځواکونو له يوه مرکز څخه شاوخوا ۳۰۰ متره لرې پر سړک ښخ کړل شوی وو. دوی د پيښې پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي خو طالبانو تر اوسه پورې د یادې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.
دا د تيرو دوو اونيو په ترڅ کې دوهمه ورته چاودنه ده چې په چغتو ولسوالۍ کې رامنځ ته کيږي. تر دې مخکې د ملکيانو يوه لارۍ د سړک غاړي ماين باندې ختلې وه چې په چاودنه کې يې يو تن وژل شوی او يو بل ټپي شوی وو.
په افغانستان کې د ملګ.رو ملتونو سياسي دفتر یا يوناما په حواله، د روان کال د جنوري مياشتې له پیله تر سپټمبر مياشتې پورې، په افغانستان کې څه باندې ۲۵۰۰ ملکيان وژل شوي او ۵۶۰۰ نور ټپيان شوي دي. يوناما وايي په افغانستان کې ځان وژونکې حملې او د نورو چاوديدونکو موادو چاودنې، د ملکيانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لاملونه دي.