په غزني کې د طالبانو موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبهنن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نیټه) د غزني ولایت ځايي چارواکو وویل چې د دې ولایت په آب بند و لسوالۍ کې د طالبانو یوه موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولایت د ولایتي شورا غړو حمید الله نوروز او امان الله کامران د یادې پیښې په هکله وویل چې دغه پیښه د دې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان دي.
د ولایتي شورا یادو غړو وویل چې موټر بم ځانمرګي بریدګر یوه دولتي ودانۍ هدف ګرځولې او دا چې یاده ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. طالبانو د دغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو له اوږدې مودې راهیسې خبرې او مذاکرات روان دي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر حکومتي او نړیوالو اهدافو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. طالبان په دې فکر دی چې د جګړې په ډګر کې قوت به یې په خبرو کې موقف غښتلی کړي.
DPA /KH-AWA