1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني - د طالبانو له يوه بند څخه اته افغان سرتيري تښتيدلي

۱۳۹۸ دی ۷, شنبه

په غزني کې د طالبانو له يوه زندان څخه اته تنه افغان سرتيري تښتيدلي دي. دغه مطلب په کابل کې د آلمان خبري آژانس د افغانستان د ملي دفاع وزارت د شنبې ورځې يوې اعلاميې له مخې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3VQxb
Afghanistan Sicherheitskräfte in der Provinz Ghazni
انځور: Imago/Xinhua

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو له زندان څخه تښتيدلې کسان د افغان امنيتي ځواکونو غړي وو چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه زندان کې ساتل کيدل. دا چې دوی څومره وخت د طالبانو په بند کې ول، په رپوټ کې يې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دفاع وزرات په اعلاميه کې راغلي چې دغو کسانو د زندان تر ماتولو وروسته، ځانونه سيمې ته نژدې د امنيتي ځواکونو يوه مرکز ته رسولي دي.

Gefängnis Bagram Freilassung Kabul Afghanistan Archiv 2013
انځور: picture-alliance/dpa

 د افغانستان خاصو ځواکونو په ورستيو کلونو کې، د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د طالبانو له زندانونو څخه په سلونو نيول شوي افغان ځواکونه خوشي کړي دي.

شاوخوا لس کاله مخکې بيا برخلاف د کندهار له يوه زندان څخه د طالبانو نژدې ۵۰۰ غړي په تيښته بريالي شوي وو. دوی د زندان له يوې کوټې څخه بهر ته د ځمکې لاندې د سلونو مترونو په اوږدوالي د يو تونل په کيندلو پر دغه کار بريالي شوي ول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د روان کال په دوبي کې څه د پاسه ۹۰۰ طالب بنديان له بنده آزاد کړل.

که څه هم غني دغه طالب بنديان د حسن نيت په مقصد آزاد کړل، خو دغه اقدام د حکومت او طالبانو تر منځ اړيکو کې د پرمختک رامنځ ته کیدو او د دواړو خواو تر منځ مخامخ مذاکراتو ته د لارې هوارلو په برخه کې هيڅ ډول مثبت تاثير پر ځای پرېنښود.