1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې اووه تنو ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د غزني ولايت په مرکز او يوې ولسوالۍ کې اووه تنه ملکيان د يوه ماين او يوې ګلولې د چاودنې له امله تپيان او وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3cZZb
Afghanistan Helmand Friedensaktivisten Hungerstreik
انځور: DW/M. Mohammadi

د سېمه ايزو چارواکو په حواله  د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې پنځه تنه کوچيان چې يوې دښتې ته د ميږو او څاريو د څرولو له پاره پر لاره ول، وار د مخه د ښخ کړل شوي ماين قرباني شوي دي.

 د غزني ولايت د والي وياند واحدالله جمعه زاده دويچه وله ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د ده یک ولسوالۍ د شاګل سيمې په دښته کې پنځو تنو کوچیان د خپلو مېږو څرولو باندي بوخت وو چې له مخکي د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه پرې شوې چې له امله يي درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د نوموړي په خبره  وژل شوي او ټپیان شوي کسان ټول کوچیان وو چې د ده یک ولسوالۍ په یاده سیمه کې استوګن دي. وسله والو طالبانو او يا بلې کومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې د يو بل خبر له مخې د غزني ولايت د مرکز په اړونده سيمه کې د يوې ګلولې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
ښاغلي جمعه زاده په دې اړه وويل چې تېره ورځ غرمه مهال د غزني ولایت مرکز اړونده د قلعه شهاده سیمه کې د زړو وسپنو په سرای کي د یوې ګلولې د چاودېدو په ترڅ کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

دا په داسې مهال دى چې د غزني امنيه قومندانۍ وړمه ورځ ادعا کړې وه چې ددې ولايت د جغتو ولسوالۍ په قياق سېمه کې پنځه تنه ملکي وګړي د طالبانو له خوا لومړى وژل شوي او وروسته جسدونو ته يې اور اچول شوى وو خو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د قياق په سېمه کې ټول عسکر په شخصي جامو کې وژل شوي او د راکټ مرمۍ له کبله د دوى موټر اور اخيستى او جسدونه سوځېدلي دي.

محمد ميرويس اسلمى، غزني