1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په غزني کې د ځمکني توتانو د ازمایشې کروندې نتیجه مثبته وه»

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

په غزني کې د لومړي ځل له پاره د یوه ځوان سوداګر له خوا د مځکني توتانو بوټي له ترکیې هېواد څخه دغه ولایت ته راوړل شوي او په دې توګه یې نیږدې دوه سوه کسانو ته د کار زمينه مساعده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3dFMs
Afghanistan | Erdbeerproduktion
انځور: Mirwais Aslami

دغه ځوان د انجنیر خلیل تابش په نوم په غزني ولایت کې مشهور دی او لس کاله وړاندې د زراعت له پوهنځی څخه فارغ شوی دی او په مهمو دولتي بستونو کې یې د زراعت پوهني تر عنوان لاندي بستونو کې کار کړی او اوس په غزني ولایت کې له دریو کلنو راپه دې خوا د خپلوانو په شخصي لګښتونو او سرمایو هر کال د دری سوه زره ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې پیسې لګوي.

د غزني ولایت خلک خوشاله دي چې پدې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ځمکني توتانو خوند امتحانوي او تر نورو میوو په لوړه بیه خرڅیږي.
دا چې دغه توتان په غزني ولایت کې د کرهنیزو محصولاتو له مهمو اجزاوو او د بزګرو له نویو ابتکارونو څخه دی نو په بازار کې د لومړي ځل لپاره وړاندې شوی.
د دغو توتانو یوه بکسه چې تر نیمو کیلو پورې وزن لري په ۱۰۰ افغانۍ د غزني په ښار کې پیرل کیږي او خلک یې د اخیستلو لوالتیا هم لري.
دغه بوټي په شخصي لګښت او تجربو دغه ښار ته راوړل شوي دي او د خلکو د بوختیا پیدا کېدلو لپاره ویشل شوي دي او پایله یې هم مثبته ده.
په سلګونه د ځمکني توتانو فارمونه د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړ شوي او پر غزني سر بیره په نورو ولایتونو کې هم د خرڅلاو لپاره بازارونو ته وړاندې کیږي.
د ازمایښت لپاره دغه توتان په ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه کې کېنول شوي دي او اوس خلک خوښ دي چې مثبته پایله ورکړې.
دلته اوس دوه سوه ګارګران په کار ګمارل شوي دي او دغه فارمونه د زراعت د یوه داسي محصل له خوا جوړ شوی چې شل کاله کاري تجربه لري.

Afghanistan | Erdbeerproduktion
انځور: Mirwais Aslami

انجنیر خلیل تابش وایې، سږ کال یوازي د ازمایښت لپاره مو توتان کرلي وو او ډیر حاصلات مو هم ترلاسه کړو خو موږ بیا داسې پلان جوړ کړ چې د مځکني توتانو نیالګي وروزو او پر نورو بزرګرانو یې وویشو تر څو بیرته د دوی محصولات هم واخلو او بازار ته یې وړاندې کړو.
تابیش زیاته کړه، پر غزني سر بیره په پلازمینه کابل، کندهار، زابل، میدان وردک او یو شمير نورو ولایتونو کې دغه توتان وړو او پر هټۍوالو یې پلورو او په کندهار کې یو پانګوال زموږ سره قرار داد کړی چې ټول د ځمکني توتانو محصولات فابریکي ته د جوسانو او یا د میوې د اوبود جوړولو لپاره اخلي.

غزنی د هېواد له کرهنیزو ولایتونو څخه ګڼل کیږي چې ۸۰ سلنه خلک یې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي خو له دې سره هم بزګران شکایتونه لري چې دولتي او خصوصي نهادونه پر دوی باندې پانګونه نکوي.

میرویس اسلمي/ ګ.پ