په عراق کي د واکمنو سیاستوالو پر ضد پراخې مظاهرې
۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبهپه سلګونو زره مظاهره کونکي په عراق کې د خپلو سیاستوالو پر ضد د احتجاج په توګه سړکونو ته راوتلي وو. د دغو مظاهره کونکو یوه لویه برخه په پلازمېنه بغداد کې د تحریر په میدان کې سره راټول شوي وو.
پولیسو د مظاهره کونکو پر وړاندې له اوښکي بهونکي کاز او ربړي مرمیو څخه استفاده وکړه. د عیني شاهدانو په حواله لږ تر لږه یوې ښځې وروسته تر هغې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د اوښکي بهونکي ګازو یوه قطعۍ یي پر سر ولګیده. ویل کیږي چې تر ۱۵۰ ډير احتجاج کونکي ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) د امنیتي ځواکونو پر چلند تندې نیوکې کړي دي. د دغه سازمان په خبره د اوښکي بهونکي ګازو کارول شوي قطعۍ له معمولي قطیو څخه ډیرې درنې دي، او کله چې په مستقیم ډول پر انسان ولګیږي د شدید ټپي کیدو او یا هم د هغې د مړينې سبب کیږي.
د عراق د بشري حقونو کمیسیون په دې برخه کې د تحقیقاتو د پیلولو اعلان کړی دی. د تیرې جمعې په شپه هم د امنیتي ځواکونو او مظاهره کونکو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب په نتیجه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
امریکا د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د عراق له حکومت څه غوښتي دي چې د مظاهره کونکو غوښتونو ته دې ځواب ووایي: «بغداد دې باید د عراقیانو مشروع غوښتونو ته غوږ ونیسي.»
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي پر پمپئو تور ولګاوه چې د پولیسو له خوا له زور زیاتي څخه د کار اخیستنې تورونه يې په کافي اندازه تر پلټنې لاندي نه دي نيولي.
د اونیو راهیسي پراخې مظاهرې
د اکتوبر میاشتې د پیل راهیسې په عراق کې د عادل عبدالمهدي د حکومت پر ضد د پراخو مظاهرو لړۍ پيل شوې ده. په ځانګړي توګه په دې وروستیو ورځو کې د مختلفو ملیتونو او مذهبونو پورې اړوند کسان له دغو مظاهرو سره یوځای کیږي.
په داسې حال کې چې د ورځې له خوا دغه مظاهرې په سوله ایزه توګه ادامه پیدا کوي او د کورنیو ترڅنګ په کې د پاخه عمر درلودونکي کسان هم ګډون کوي، خو د شپې د تیارې په خپریدو سره دغه مظاهرې بیا پر تاوتریخوالي اوړي.
په دغو مظاهرو کې تر اوسه پورې له ۲۵۰ ډیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مظاهره کونکي د بی روزګارۍ د لوړې کچې، د خراب اقتصاد او په هیواد کې د مالي فساد پر ضد مظاهرې کوي. دوی د هغو سیاسي رهبرانو د لیري کیدو غوښتنه کوي چې له ۲۰۰۳ م کال راهیسې د چارو واګۍ په لاس کې لري، خو د ډیر شمیر عراقیانو په اند دوی یوازې د امریکا او یا هم د ایران لاسپوڅي دي.
wa/kle/rb/as (rtr, dpa, ap, kna)/sn/aa