په عراق کي د امريکايي ځواکونو د حضور پرضد مظاهرې
۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعهپه زرونو عراقيان د جمعې په ورځ په بغداد کي راټول سوي ول او د «اشغالگرانو ووزي!» شعارونه يې ورکول. هغوی په لوړ آواز او رپانده بيرغونو سره، په عراق کي د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو د ماموريت پای ته رسيدل غواړي.
د دغه لاريون يوه تن گډون کوونکي رويترز خبري آژانس ته وويل: »امريکا، اسرائيل او په حکومت کي مفسد سياستوال، موږ د هغوی ټولو د ليري کولو غوښتنه کوو!«
مظاهره کوونکي د شيعه گانو د لارښود مقتدا الصدر په غوښتنه راوتلي ول. الصدرله هغه وروسته خلک »ميليوني مظاهرو« ته راوبلل چي امريکا متحده ايالاتو ايرانی جنرال قاسم سليماني د جنورۍ په پيل کي د بې پيلوټه الوتکي د بريد په ترڅ کي په بغداد کي وواژه.
دغه مظاهرې د حکومت ضد هغو مظاهرو سره سمي پيل سوي دي چي په بغداد کي له اکتوبر مياشتي راهيسي په حرکت کي دي. د حکومت ضد مظاهره کوونکو لا هڅه کوله چي د لاريون په مخکي خنډونه جوړ کړي. هغوی بيره لري چي د مقتدا الصدر بلنه ښايي د هغوی غوښتني تر سيوري لاندي راولي. خو يوه تنکي ځوان د پنجشنبې په ماښام ويلي چي «صدر زموږ استازيتوب نه کوي».
همدارنگه په هيواد کي د شيعه گانو ستر روحاني مشر آيت الله علي سيستاني هم تر دغو مظاهرو وروسته خپله وينا وکړه . نوموړي په عراق کي له سياسي گروپونو وغوښتل چي ژر ترژره دي يو نوي حکومت جوړ، ثبات ټينگ او اصلاحات پيل کړي.