په صربستان کي د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو پېل سو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهاعلان
نن د صربستان په هيواد کي د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو تر سره کيږي. پدې ترڅ کي پر څه باندي شپږ اعشاريه اته مليونو سربيايانو ږغ سوی دئ چي د خپلي رايي د لاري پرېکړه وکړي چي ايا اوسنی ولسمشر بوريس تاديج د نورو پنځو کلونو له پاره ولسمشر پاته سي او که د هغه سيال کانديد تيموسلاف نيکوليچ ولسمشر سي. د احصاييو له مخي ښايي دغه دویم پړاو اوسنی ولسمشر تاديج وگټي. ۵۴ کلن تاديج د ۲۰۰۴ مېلادي کال راهيسي د صربستان ولسمشر دئ.