په شينډنډ کي د 90 تنو عامو وګړو د وژلو په هکله ګډه پلټنه
۱۳۸۷ شهریور ۱۰, یکشنبهد امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف ادعا کوي چي د اګست پر دوه ويشتمه، د غه ځواکونو د هرات د عزيز آباد پر کلي باندي په هوايي بريد کي25 وسلوال طالبان ووژل.
د حملې په هکله د ټولواړخونو له خوا وړاندي سوي شواهد کمزوري ګڼل سوي دي. خو د افغانستان د حکومت او د ملګرو ملتو له خوا د 90 ولسي وګړو د وژل کيدوادعا د جمهور رييس حامد کرزي او د هغه د لويديځو پلويانو تر مينځ نوي شخړي رابرسيره کړي دي.
د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونومشر وياند، بريد جنرال ريچارد بلانچيت،د شنبې په روځ وويل چي. د افغانستان حکومت، د امريکا په مشرۍ ايتلاف او ملګرو ملتو موافقه وکړه چي په دې برخه کي په ګده په يوه پلټنه لاس پوري کړي.
ددې پلټني غوښتنه په افغانستان کي د ناټو ترمشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي ځواک آيساف، قوماندان جنرال داويد ميک کيرنان،وکړه.
د ايتلافي ځواکونو وياند جنرال بلانچيت،د جنرال ميک کيرنان غوښتني ته په اشارې سره وويل چي د افغانستان حکومت او ملګروملتونودغه وړانديز منلۍ دی.
د ملګرو ملتو يوه وياند د دې خبري پخلی وکړی چي په افغانستان کي د هغه سازمان ځانګړي استازي،کاي آيدي، د شنبې په روځ له جنرال ميک کيرنان، سره خبري وکړې او وويل چي ملګري ملتونه هم چمتو دي چي د شينډنډ د پيښي په هکله په ګده پلټنه وکړي.
د ملګرو ملتو وياند،عليم صديق، د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:« مهمه خبره داده چي حقيقت پيداسي، چي څه پېښ سوي دي».
ملګرو ملتو ويلي دي چي د هغه ټيم « قانع کونکي شواهد» تر لاسه کړي دي چي د اګست پر22 په شينډنډکي په يوه حمله کي څه د پاسه 90 ولسي وګړي ووژل سول چي 60 يې ماشومان ول.
د افغانستان دجمهوررييس لخواټاکل سوی کمېسيون هم وايي چي د هغو مرکو د مخه چي دسيمي دخلګوسره سوي دي، د وژل سوکسانودشمير په هکله هيڅ شک نه سته. کله چي د حکومت د پلټني کمېسيون سيمي ته ورسيدۍ، مړي دمخه ښخ کړل سوي وه.
په رپوټ کي، د امريکايي چارواکو له قوله ويل سوي چي داسي عيني شواهد په لاس کي نسته چي د هغه کمېسيون پر څيړنو باندي دي شاهدي ورکړي.
د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کي چي دکابل څخه يې خپورکړی وايي، که چيري ثابته سي چي د نړيوال ايتلاف په مشرۍ 90 ولسي وګړي وژل سوي دي،دا به د 2001 کال څخه را په دې خوا کله چي نړيوال ځواکونه افغانستان ته ورسيدل او د طالبانو رژيم يې نسکوره کړی، د ولسي وګړو لوړ شمير وي چي د دغو ځواکونو په حملو کي وژل کيږي.
د امريکاپه مشرۍ د نړيوال ايتلاف وياند،جنرال بلانچيت وويل:«موږ په دې برخه کي ملاحظي لرو»، هغه زياته کړه، کيدای سي چي طالبانو د دغي پيښي څخه وروسته هڅه کړې وي چي د معلوماتوڅخه پخپله ګته کار اخيستی وي ترڅو نړيوال سرتيري بدنامه کړي.
يوکاناډايي جنرال هم وايي چي دغه شخړه ايزعمليات پر ځای ؤ، ځکه د هغو هدف د ښورښيانو هغه يو قوماندان په نښه کړی ؤ چي د کاناډايي جنرال د وينا له مخه، « د ډيرو ډيرو وژلو» مسوول ګڼل سوی.