په شمال کي له خبريالانو سره تاوتريخوالی
۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبهد رسنيو د ملاتړ کوونکو دغه اندېښنې په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي څه موده وړاندي په سرپل ولايت کي یوه سمیه يیزه راډیو د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا وتړل شوه.
د رسنیو د ملاتړ بنسټ نی، سفما، مدیوتیک او د خبریالانو اتحاديې په مزارشریف کي ويلي دي چي په تیر یوه کال کي په دغه زون کي له خبریالانو سره د تاوتريخوالي ۱۴ پيښي ثبت شوي دي چي ۱۲ يې د دولتی بنسټونو له خوا رامنځ ته شوي دي.
په شمال کي د خبریالانو د ټولني مشر ګلاب الدین باور وايي: «په دغه تاوتريخوالي کي چي ډير يې د دولتي بنسټونو له خوا رامنځ ته شوی دی وهل ټکول، د وسایلو اخستیل په مرګ ګواښل او له کاره مما نعت شامل دی.»
هغه زياته کړه چي د خبریالانو ټولني د هر تاوتریخوالي په اړه د دولت لوړ پوړو چارواکو ته خبر ورکړی دی، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.
د خبريالانو په خبره که په افغانستان کي د دغه شان ستونزو مخه اوس نه ونيوله شي په راتلونکې کي به يې مخنيوی ستونزمن کار وي.
د افغانستان په شمال کي له خبریالانو سره د تاوتریخولي کچي د لوړیدو په اړه په داسي حال کي غږ پورته کیږي چي په سرپل ولایت کي له له دوو اوونيو راهیسي د مېرمنو یوه راډیو د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا تړل شوی ده. د دغي راډیو مسئول شفیق الله حیدري، ادعا کوي چي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دی وهلی ټکولی او حتی په مرګ يې هم ګواښلی دی:
« له ما سره هر څه ثبت دي، ماته يې پوچ رد وویل زه يې ووهلم. ماته يې وویل زه هرڅه کولای شم شخصي زندان لرم زه په هیچا خبرنه یم، حتی که ولسمشر هم ماته زنګ ووهي زه یی پروا نه لرم داهم کولای سم چي له منځه دي یووسم.»
خو یوشمیر خبریالان بیا په ځينو مواردو کي د تاوتریخوالي لامل په خپله خبریالان بولي. حمید ځلا، هغه نجلۍ ده چي په شمال کي له یوې شخصي رسنۍ سره کارکوي. هغه وايي یو شمیر خبريالان مسلکي نه دي او په کاري ډګر کي په خپله ځان ته ستونزي راولاړوي.