1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په بريدونو کې ۳۱ افغان سرتيري وژل شوي

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان په شمال کې د وسلوالو طالبانو په بريدونو کې د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو لږ تر لږه ۳۱ افغان ځواکونه وژل شوي دي. په دې وروستيو کې طالبانو په شمال کې پر افغان امنيتي ځواکونو باندې خپلې حملې ډيرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3VYgL
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان خبري آژانس په حواله، د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد او د دغې شورا يوه غړي ابراهيم خير انديش، وويل چې طالبانو د افغان پوليسو په ليکه کې د خپل يوه ارتباطي غړي په مرسته، د مزار- شبرغان پر لويه لاره د پوليسو په يوه مرکز کې ۹ سرتيري وژلي دي. دوی وايي چې طالبانو پر دغه مرکز باندې د سه شنبې په ورځ ناوخته حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ياد سرتيري وژل شوي دي.

هاخوا په کندز ولایت کې هم د طالبانو په بريدونو کې ۱۴ افغان سرتيري وژل شوي دي. د کندز د ولايتي شورا غړو شريف الله اميري او فوزيه يفتلي وويل چې وسلوالو طالبانو نيمه شپه د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په لږ تر لږه درو امنيتي پوستو باندې بريدونه وکړل. د دوی په وينا په دغو بريدونو کې ۱۴ سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د آلمان خبري آژانس دغه راز لیکلي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د ګاونډي ولایت تخار په درقد ولسوالۍ کې هم ۸ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژلي دي.

 د تخار د ولايتي شورا غړي مير احمد قاسم ويلي دي چې ياد سرتيري په يوه موټر کې د ګزمې پر مهال ول، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل. د تخار د ولايتي شورا يوه بل غړي هم دغه پيښه تائيد کړه.

وسلوالو طالبانو په ورستيو کې په شمال کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. په تېر کال کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو کې له دواړو لورو په سلونو کسان وژل شوي دي.

دغه بريدونو په داسې وخت کې زور اخيستی چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات هم ادامه لري. په ورستيو ورځو کې د رسنيو له خوا داسې رپوټونه ورکړل شول چې ګواکې طالبان له امريکايانو سره د اوربند په رامنځته کيدو سلا شوي دي، خو وروسته طالبانو د رسنيو دغه رپوټونه رد کړل. 

/mks/bs/dpa hes mnr