په شبرغان کی بمي چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړل
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
اسیا د زړه د هیوادونو تر کنفرانس لږ مخکې د دغه هیواد په شمال کې د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه یوولس کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په خبره د پنجشنبې په ورځ له لیرې څخه کنترول کیدونکي یوه بم د جوزجان د ولایت په مرکز شبرغان کی وچاودید. ویل کیږي چې د دغه برید هدف د دې ولایت یو قومي مشر وو. په دې برید کې دغه قومي مشر او د هغه دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي.