1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په سویډن کي د کرونا ویروس قربانیانو شمیر تر ۲۰۰۰ تنو واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

په سویډن کي د کرونا ویروس له کبله تر ۲۰۰۰ ډیر کسان مړه سوي دي. سویډن د اروپا د ډیرو نورو هیوادو پر خلاف د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره سخت محدودیتونه نه دي وضع کړي.

https://p.dw.com/p/3bLSe
Spanien Badalona | Coronavirus | Intensivstation Krankenhaus
انځور: picture-alliance/AP Photos/A. Surinyach

د سویډن دولتي روغتیایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ «د اپریل میاشتي ۲۳مه نیټه) خبر ورکړ چي په دغه هیوا کي تر اوسه پوري ۱۶۷۵۵ تنه په کووید-۱۹ ویروس اخته سوي دي.

اوس په سویډن کي د هغه د شمالي همسایه هیوادو په نسبت په مراتبو ډیر کسان مړه سوي دي. دغه ۱۰،۳ ملیوني هیواد د نورو اروپايي هیوادو په پرتله د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره لږ ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي. په دې ترتیب نو په سویډن کي پر تګ راتګ باندې محدودیتونه نه شته تر ټولو سخت محدودیت یې دا دی چي تر ۵۰ تنو اضافه کسان نه سي کولای یو ځای راټول سي. د زړو کسانو د اوسیدو ګډو ځایونو ته ورتګ هم منع دی.

د سویډن روغتیايي مقاماتو همدارنګه په سټوکهالم کي پر کرونا ویروس د اخته کیدونکو کسانو د شمیر یوه مخکنۍ اټکل سوې فرضیه هم اصلاح کړې او ویلي یې دي چي دغه لوی ښار اوس د کرونا پانډمي مرکز ګرځیدلی دی. د دغي فرضیې پر اساس باید په دغه ښار کي د اپریل تر ۱۵ پوري په کرونا د اخته کیدونکو کسانو تعداد ۸۶۰۰۰ تنو ته رسیدلی وای، په داسي حال کي چي د اپریل پر ۸ مه لاهلته څه نا څه ۷۰۰۰۰ انسانان په کرونا باندي اخته سوی وه.

د سويډن د عامه روغتیا وبا پیژندونکي اندرس والسټن، په نظر دا چي اوس په کرونا ویروس باندي نورهم ډیر کسان اخته کیږي او تعداد یې مخ پر لوړه روان دی، نو دا د دې له پاره ښه وخت نه دی، چي د موجوده احتیاطي تدابیرو څخه کوم یو یې نرم سي.