په سویس کي د چپه سوي بس موتر په اړه څېړني رواني دي
۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبهاعلان
د سویس په یوه تونل کي د یوه بس تر چپه کېدو وروسته چي ۲۸ تنه پکښي ووژل سول، اوس د هغه په علت پسي پلټني رواني دي. پولیسو خبر ورکړی دئ چي د والیس په تونل کي ویډیويي تصویرونه به داښکاره کړي چي د دغه پېښي اصلي علت څه وو.
ویل کیږي چي د هغه علت ښايي تخنیکي ستونزه وي او یا هم د موټروان د صحي حالت خربوالی وي. دغه بس د سه شنبې په ماښام د سویس څخه بلجیم ته پر لاره وو، چي په هغه کي بلجیمي کوچنیان سپاره وه. په مجموعي ډول په دغه بس کي ۵۲ تنه سپاره وه. زیاتره ټپیان اوس هم د مرګ له خطر سره مخامخ دي.