1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

په سوډان کې جګړه او د تخليې دوام

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

بریتانيا له سوډانه د تخلېې د رسمي پروسې تر پای وروسته، اوس د تخلېې یو بل پروګرام پيل کړی. چاد ته ډيرو مهاجر شوو ښځو له سرپناه پرته ماشومان زيږولي. د خوړو نړیوال سازمان په سوډان کې ېې درولی مرستندوې پروګرام له سره پېلوي.

https://p.dw.com/p/4QkLQ
بریتانيا له سوډانه د تخلېې د رسمي پروسې تر پای وروسته، اوس د تخلېې یو بل پروګرام پيل کړی - انځور د اپریل ۲۶مه د بریتانیا د تخلېې له بهیره
بریتانيا له سوډانه د تخلېې د رسمي پروسې تر پای وروسته، اوس د تخلېې یو بل پروګرام پيل کړی - انځور د اپریل ۲۶مه د بریتانیا د تخلېې له بهیره انځور: Arron Hoare/UK MOD/Handout via REUTERS

بريتانوي چارواکو اعلان کړی دی چې له سوډان څخه د تخلېې رسمي پروسې تر پای ته رسولو وروسته ېې اوس نور پروازونه پيل کړي تر څو له دغه جګړه ځپلي هیواد څخه نور خلک راوباسي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې په همدې موخه به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د می لومړۍ) یوه پوځي الوتکه د سوډان له ساحلي ښار پورټ څخه پرواز وکړي. د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، تر اوسه پورې ۲۱۲۲ کسان په ۲۳ پروازونو کې د سوډان پلازمېنې خرطوم ته نژدې، له وادي سیدنا له هوايي ډګر څخه رايستل شوي دي.

اوربند او ثبات ته هڅې

د بريتانيا خارجه وزیر، جیمز کلورلي، ويلي دي: «موږ به تر هغه حده چې توان ېې لرو، په سوډان کې د یو اوږدمهاله اوربند د تامين، د یو باثباته ملکي حاکميت او په سوډان کې د تاوتریخوالو پای ته رسولو له پاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړو.»

دا هم ولولئ:  گاونډیو هیوادونو ته د سوډان د جگړې د لمن پراخیدو ویره

په سوډان کې جګړه د اپريل پر ۱۵مه، د دغه هیواد د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د نیمه پوځي رقیبې ډلې (RSF) ترمنځ دوې اوونۍ مخکې په پلازمينه خرطوم کې پيل شوې ده. ډېر ځايي خلک په خپلو کورنو کې تر بمباريو لاندې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې کوڅې او لارې له جنګياليو ډګې دي. مهاجرتونه هم شوي دي.

مرګ ژوبلې او مهاجرت

د سوډان د روغتيا وزارت ويلي دي چې په دغو نښتو کې تر اوسه نيږدې ۵۲۸ کسان وژل شوي او ۴۵۹۹ نور ټپيان شوي دي. ملګرو ملتونو هم دغه ته ورته رپوټ ورکړی، خو په دې باور دي چې د وژل شوو کسانو شمير به تر دې ډېر زیات وي.

د چاد په ګډون د سېمې اکثره هیوادونه چې له سوډانه مهاجر ورغلي، په خپله هم د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او د لوړو بیو په څير له ګڼو ستونزو سره مخ دي
د چاد په ګډون د سېمې اکثره هیوادونه چې له سوډانه مهاجر ورغلي، په خپله هم د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او د لوړو بیو په څير له ګڼو ستونزو سره مخ ديانځور: Mahamat Ramadane/REUTERS

د خوړو نړېوال سازمان وايي چې د ۱۰ او ۲۰ زره په شاوخوا کې سوډانيان له سرحده په اوښتو چاد ته مهاجر شوي دي.

د چاد د مهاجرو په کمپونو کې امکانات په نشت حسابيږي. ۲۸ کلنه آمنه مصطفي یوه له هغو سوډاني مېرمنو څخه ده چې اوس د چاد په شرق کې یو لېرې پروت کمپ کې اوسيږي. هغه اوس د خپل ماشوم زیږون ته ورنژدې شوې ده.

«د طبي مرستو پرته زيږونونه»

هغه وايي: «موږ نه پوهیږو چې څه وکړو. ما اورېدلي ول چې دلته قابلې شته، خو له کله نه چې موږ دلته مهاجر شوي يو ډيرو ښځو د طبي مرستو پرته ماشومان زيږولي دي. اوس زه خپل وار ته په انتظار کې یم.»

دا هم ولولئ:  طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

د هغې خاوند، خمیس اسید احمد هارون، په پړو لرګي تړلي تر څو د خپل نوي ماشوم له پاره یوه سرپناه جوړه کړي. هغه وايي: «دلته ډيرو ښځو خپل ماشومان وزېږول، خو د سرپناو له لرلو پرته.» هغه خپلې له لرګيو جوړې نامکمله سرپناه ته اشاره کوي او وايي «چې دغه ډول سرپناه هم هر چا ته نه رسيږي.»

خو د چاد په ګډون د سېمې اکثره هیوادونه چې له سوډانه مهاجر ورغلي، په خپله هم د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او د لوړو بیو په څير له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۶مه د چاد او سوډان تر منځ  په Adre سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي مرستو ویش
د د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۶مه د چاد او سوډان تر منځ په Adre سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي مرستو ویشانځور: Mahamat Ramadane/Reuters

ډيرو زیاتو بشري مرستو ته اړتيا

په چاد کې د خوړو نړېوال سازمان مشر، پېري هونورات (Pierre Honnorat)، وايي: «موږ سېمې ته د خوراکي موادو د رسولو په حال کې یو خو موږ ډيرو زیاتو مرستو ته اړتیا لرو.» هغه په ټينګار سره زیاتوي: «موږ واقعاً پریمانه مرستو ته اړتیا لرو.»

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د دوشنبې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو د خوړو اداره په سوډان کې خپل د مرستو ماموریت څخه د تعلیق حالت لېرې کړی دی. د ډبليو اف پي مشرې، سیندي مک کين، د دوشنبې په ورځ وويل چې یاده اداره به «په سملاسي توګه» د تعلیق حالت چې د درو کارمندانو تر مړېنې وروسته رامنځ ته شوي وو، لېري کړي.

دا هم ولولئ: سوډان: نښتې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي؛ د بهرنیانو د تخلېې هڅې روانې دي

میرمن ميک کين پر ټويټر ليکلي: «ډبليو اف پي په چټکۍ سره زموږ د پروګرامونو د بیرته پيلولو په حال کې ده تر څو د ژوندانه د نجات مرستې چې دا وخت ورته ډير خلک اړتيا لري، برابرې کړي.»

د خوړو نړیوال سازمان داسې وخت دغه خبره کړې ده چې په سوډان کې روان تاوتريخوالي په میلیونو انسانان له لوږې سره مخ کړي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

زموږ له آرشیف څخه د سوډان په یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: