په سوریه کي پارلماني انتخابات پیل سوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهاعلان
په سوریه کي د جمهور رئیس بشارلاسد له خوا پرلاره اچول سوي پارلماني انتخابت پیل سول. د رسمي معلوماتو له مخي د۲۵۰ چوکیو د ترلاسه کولو له پاره ۷ زره دوه سوه کسانو ځانونه کاندید کړي دي. په دې اړه رایه اخیستنه د اسد له خوا د اصلاحاتو یوه برخه ده چي په هغو کي به د بعث په نامه حکومتي ګوند د یوازیني قدرت په حیث له منځه ولاړ سي، او څو حزبه سیستم به رامنځته سي. خو پاڅون کوونکو بیا دغه انتخابت بایکاټ کړي دي. تر تولو د مخه د حمص، هما، ایدلیب، دارا او دیر اس ثور په نامه ښارونو کي به ډېر کم کسان دغو انتخاباتو ته ورسي. د سوریې د اپوزیسیون زیاتره سیاستوال په اوس وخت کي یا په زندانونو کي اوسیږي او یا هم په خارج کي دي. په سوریه کي د بشارلاسد د حکومت پر ضد د پاڅون د پیل راهیسي څه د پاسه ۱۱ زره انسانان له منځه تللي دي.