په سوریه کي اوربند مراعتیږي
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهاعلان
په سوريه کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوفي عنان له خوا د اوربند له پاره ټاکل شوې موده پوره شوه. د دې له مخي باید نن پر ځايي وخت سهار له شپږو بجو څخه نښتي درېدلي وي. د لومړیو رپوټونو له مخي د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو او مخالفینو ښايي د اوربند پر پلان عمل کړی وي.
د چهار شنبې په ورځ حکومت د خپلو پوځي عملیاتو د ختمولو اطمنان ورکړی وو او ویلي ئې ول، چي د اپوزیسیون له خوا به د برید په صورت کي دوي غبرګون ښيي. په دې ترڅ کي د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما او د المان لومړۍ وزیري انګلیلا میرکل په تليفوني خبرو کي په دې هلکه اندیښنه څرګنده کړه چي آیا د سوریې مشرتابه به د زور زیاتي د له منځه وړولو په موخه د عنان پر پلان ټينگ پاته شي او که نه. ځکه په ماضي کي د اسد رژیم پرخپله خبره ټینګ نه دئ درېدلی.