په سوريه کي د النصره جبهې قوماندان وژل سوی
۱۳۹۳ اسفند ۱۵, جمعه
دوو تنو ياغيانو له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي تائيد کړې ده چي په سوريه کي د النصره جبهې چي د القادې شبکې يو ښاخ دئ، څو تنه قوماندانان په هوايي يرغلونو کي وژل سوي دي.
د دغي جبهې قوماندان ابو همام الشامي په «ادلب» ولايت کي د امريکا په مشرتوب ائتلاف په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ. ويل سوي دي چي دا د دغي جبهې له پاره يو سخت گوزار دئ.
د سوريې په کورنۍ جگړه کي د النصره جبهې دا لومړی لوی قوماندان دئ چي وژل کيږي. د دغي جبهې درې نور قوماندانان بيا له ترکيې سره سرحد ته نژدې په سالکين ښار کي په يوه هوايي بريد کي وژل سوي دي.
د الشامي وژنه په خپلواک ډول تائيد سوې نه ده. که د سوريې دولتي خبري آژانس «سانا» د الشامي د وژني خبر ورکړی دئ، خو امریکا متحدو ايالاتو بيا ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ئې په سيمه کي هيڅ بمبار نه دی کړی.
النصره جبهه د تروريستي شبکې القاعدې يو ښاخ بلل کيږي او په سوريه کي د حکومتي ځواکونو او گډو ياغيانو پرضد جنگيږي.
تيره اوونۍ د بشارالاسد پر ضد جنگېدونکې يوه ډله چي له څو اونيو راهيسي له النصرې جبهې سره په جنگ کي ښکېله وه له دغي جبهې سره يوځای سوه.
په سوريه کي افراطي ډله «اسلامي دولت» د القاعدې شبکې رقيبه ډله بلل کيږي. د دغي ډلي پرضد له څو مياشتو راهيسي د امريکا په مشرتوب يو نړيوال ائتلاف په عراق او سوريه کي هوايي يرغلونه کوي.
اوس په سوريه کي النصره جبهه هم د دغه ائتلاف د هوايي يرغلونو هدف گرځېدلې ده.