1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په سمنگان کې ۲۰ امنیتي سرتیري وژل سوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د سمنګان چارواکو ويلي دي چي په دغه ولايت کې د طالبانو په برید کې۲۰ امنيتي سرتیري وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/36bLV
Karte Afghanistan Provinz Samangan Deutsch
انځور: DW

د سمنګان د ولایتي شورا غړو صفت الله سمنګاني او محمد پازیر بسیج ويلي دي چې طالبانو د دې ولایت په کوزه دره صوف ولسوالۍ کې د شپې پرمهال د امنیتي ځواکونو پر ډيرو پوستو بریدونه کړي. هغوی وویل چې ځيني امنیتي پوستې د طالبانو لاسته لویدلي چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې د سمنګان ولایتي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره تر شدیدې جګړې وروسته ځيني پولیس پر شا تګ ته اړ شوي او تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې هغوی چيري تللي دي. دغو چارواکو همدا راز زیاته کړې ده چې په دې وسله واله جګړه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پنځه موټر هم له ځانه سره وړي دي. د چارواکو په حواله طالبانو درې هاموي ډوله او يو د خوراکي توکو موټر له ځانه سره بېولي دي.

د سمنګان ولایت د چارواکو په حواله طالبانو دوې ورځې مخکې پر پورته دره صوف هم برید کړی وو چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي وو.

طالبانو په وروستیو ورځو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د یکشنبې په ورځ د دې ډلې جنګیالیو په فراه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستې باندې بريد وکړ او ۱۷ ځواکونه پکښې ووژل شول. په دغه بريد کې ۱۲کسان نور ټپیان هم شول.