په سلهاوو افغانان حج ته له تلو پاته سوي
۱۳۹۰ آبان ۱۵, یکشنبهد ښاغلي عابد په وينا راتلونکي کال کي به دغه ۷۵۰کسان په فوق العاده توګه د حج په موخه سعودي عربستان ته وليږل سي.
د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي تراوسه په سعودي عربستان کي۱۰افغانان د ناروغيو او ترافيکي پيښو له امله مړه سوي او ۹نور ټپيان دي.
د حج او اوقافو وزير تيره اونۍ د حج په پروسه کي د فساد له امله د ولسي جرګې له سخت غبرګون سره مخ سو او ځينو وکيلانو خو دده د استيضاح غوښتنه هم وکړه.
وکيلانو ويلي چي د حج په پروسه کي پراخ فساد او په سعودي عربستان کي د افغان حجاجو د ستونزو پر اساس به د حج او اوقافو وزير د استيضاح غونډي ته وروبولي.
خو د حج او اوقافو وزير ډاکټر محمد يوسف نيازي له سعودي عربستان څخه د ټيلفون پر ليکه دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل، چي په دغه هيواد کي يې د افغان حجيانو ټولي ستونزي هواري کړي او عرفات غونډي ته د افغان حاجيانو ليږدونه په بريالتوب سره ترسره سوه.
« الحمدالله ټول افغان حجيان په خير او سلامتي سره د عرفات غونډۍ ته ورسېدل او تر لمر لويدو وروسته يې د مزدلفې پر لور يو ځای حرکت وکړږ»
د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي سږ کال ۳۰زره او ۵۵تنه حجيان د اريانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو په الوتکو کي سعودي عربستان ته وليږدول سول.
په دي وروستيو څو کلونو کي سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د تلو شمير زيات سوی دی، چي ترډيره په هيواد او يا هم سعودي عربستان کي له بيلابيلو ستونزو سره مخ کيږي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل