په سعودي عربستان کې د ښځو حقوقو ته کتنه
سعودي عربستان دوې ورځې ترمخه اعلان وکړ چې د قانوني سرپرست له اجازې پرته به هم ښځو ته د موټر لایسنس اخیستو اجازه ورکړي. په دغه اسلامي سلطنت کې ښځو په تیرو کلونو کې څه ترلاسه کړي.
۱۹۵۵م کال: د ښځو لومړنی ښوونځی ۱۹۷۷م کال: د ښځو لومړنی پوهنتون
په ریاض کې نجونو ته تل دا زمینه نه وه برابره چې د دغو ماشومانو په څیر ښوونځي ته ولاړ شي. په دارلحنان کې په ۱۹۵۵م کال کې د نجونو په لومړني ښوونځي کې ثبت نام پیل شو. «ریاض کالج آف ایجوکیشن» د ښځو د لوړو زده کړو لومړنی انیستیتوت وو چې په ۱۹۷۰م کال کې پرانیستل شو.
۲۰۰۱م کال: د ښځو له پاره پیژند پاڼه
د ۲۱مې پيړۍ په پیل کې ښځو د لومړي ځل له پاره وکولای شول چې تذکره واخله. دغه کارتونه یوازینۍ لاره وه چې دوی پرې خپل هویت تثبیت کړي، د بیلګې په توګه د میراث او یا جائیداد اړونده شخړو کې. خو دغه کارتونه به ښځو ته یوازې د سرپرست په اجازه ورکول کیدل او مستقیما به ښځو ته نه بلکې سرپرست ته ورکول کید. په ۲۰۰۶م کال کې ښځو ته اجازه وه چې د سرپرست د اجازې پرته خپله پيژند پاڼه جوړه کړي.
۲۰۰۵م کال: پر جبري ودونو بندیز
سعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو نکاح نامه د زوم او د ناوې د پلار تر منځ لاسلیک کیږي، نه د زوم او ناوې تر منځ.
۲۰۰۹م کال: لومړنۍ حکومتي ښځینه وزیره
په ۲۰۰۹م کال کې پاچا عبدالله، د سعودي عربستان په حکومت کې لومړنۍ ښځینه وزیره وټاکله. نورا الفایض، د روزنې وزرات د ښځو د چارو مرستیاله وزیره وه.
۲۰۱۲م کال: د المپیک لومړنۍ ښځینه لوبغاړې
سعودي عربستان پر دې باندې راضي شو چې د لومړي ځل له پاره د دغه هیواد ملي ټیم چې پکښې ښځینه لوبغاړې وې د المپیک په سیالیو کې برخه واخلي. په دغو کې یوه هم سارا عطار وه، چې د ۲۰۱۲م کال د لندن په المپیک سیالیو کې د ښځو د ۸۰۰ متره په ځغاسته کې برخه واخلي. هغه په دغو سیالیو کې حجاب پر سر وو.
۲۰۱۳م کال: ښځو ته د بایسکل او کوچني موټر سایکل د چلولو اجازه
سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته د لومړي ځل له پاره د بایسکلونو او د کوچنیو موټر سایکلونو د چلولو اجازه ورکړه، خو یوازې په تفریحي ځایونو کې چې باید بشپړ اسلامي حجاب یې اغوستی وي او خپل یو نارینه ورسره موجود وي.
۲۰۱۳م کال: په شورا کې لومړنۍ ښځې
په ۲۰۱۳م کال کې پاچا عبدالله ۳۰ ښځو ته د سعودي عربستان په مشورتي شورا کې سوګند ورکړ. دا هغه څه وو چې ښځو ته يې پر یوه مقام باندې د ټاکلو زمینه برابروله.
۲۰۱۵م کال: د ښځو د رای ورکول او ځان کاندیدول
په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په ښاروالۍ ټاکنو کې ښځو د دې اجازه درلوده چې رای ورکړي او ځان کاندید کړي. په پرتلیزه توګه نیوزیلنډ لومړنی هیواد وو چې په ۱۸۹۳م کال کې یې ښځو ته د رای ورکولو اجازه ورکړه. آلمان دغه کار په ۱۹۱۹م کال کې وکړ. په ۲۰۱۵م کال کې په سعودي عربستان کې ۲۰ ښځې د ښاروالۍ چارو له پارې وټاکل شوې.
۲۰۱۷م کال: د سعودي د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار لومړنۍ ښځینه مشره
د ۲۰۱۷م کال د فبرروي په میاشتې کې د سعودي عربستان د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار د خپل تاریخ په اوږدو سارا السهیمي، د خپلې لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه ونوموله.
۲۰۱۸م کال: ښځو ته به د موټر چلولو اجازه وي
د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه سعودي عربستان اعلان وکړي چې ډیر ژر به ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي. د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې څخه به ښځې د لایسنس اخیستو له پاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا نه لري. او دې ته به هم اړتیا نه وی چې د موټر چلولو پر مهال ورسره سرپرست په موټر کې وي.