1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې د موټرو د ځغاستې سيالي او د جستن بيبر کنسرت

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

تر لږې مودې مخکې پورې چا دا فکر نه شو کولی چې په سعودي کې به دا ډول د موسيقۍ محفلونه جوړ شي او سعودي ځوانان به غربي موسيقۍ ته په نڅا وي. سعودي عربستان په دې وروستیو کې د اصلاحاتو په نافذولو سره د يو لړ بدلونو شاهد دی.

https://p.dw.com/p/43vLq
USA New York Justin Bieber
انځور: Cindy Ord/Getty Images for MTV

د پوپ موزيک مشهور کاناډايي سندرغاړي جستن بيبر د سعودي عربستان په جده ښار کې د خپل هنر په نندارې سره، ځوان سعوديان نڅا ته  وهڅول. يکشنبه شپه د ترسره شوي دې کنسرت تر مخه د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو له بيبر څخه غوښتنه کړې وه چې هغه په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعيت په اړه احتجاج وکړي او دا کنسرت لغوه کړي.

خو نوموړي په جده کې د کنسرت په اجرا سره دا غوښتنې له پامه وغورځولې. د بيبر میرمن، مشهورې مادلې هيلي بالدون هم د انستاګرام له لارې د دې کنسرت د برياليتوب له پاره يو پوست کړی وو. په ټولنیزو رسنيو کې يو شمير داسې پوستونه نشر شوي دي چې جستن بيبر پکې په سرو جامو کې د سندرې ويلو په حال کې ليدل کيږي.

په سعودي عربستان کې په دې وروستیو کې مشهور پوپ سندرغاړي جيسن ډيريلو هم کنسرت اجرا کړی وو. کله چې جستن بيبر سندرې ویلې نو ښځينه رقاصانو چې لنډې لمنې يې پر تن وې، ورسره یې ملتيا کوله.

رياض غواړي د دوبۍ ځای ونیسي

تر څو کاله مخکې پورې چا فکر نه شو کولی چې په سعودي عربستان کې به په عامه محضر کې داسې د سندرو او نڅا محفلونه جوړ شي او سعودي ځوانان به غربي موسيقۍ ته نڅا کوي. هغه وخت په دې هېواد کې پر کنسرتونو بندیز وو او په عامه ځایونو کې هم د نامحرمو نارينه وو او ښځو يوځای کيدو امکان نه درلود.

خو وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې د اصلاحاتو لړۍ پيل کړه چې موخه یې د بهرنيو پانګوالو راجلبول او د ځوان نسل له پاره د کار ځايونو رامنځته کول وو.

په سعودي عربستان کې په لومړي ځل د موټرو د ځغاستې «ګران پري» سيالۍ هم ترسره شوې، چې د همدې سياليو په خوښۍ کې د جستن بيبر دا کنسرت جوړ شوی وو. په جده کې په فارمولا وان سياليو کې د بريتانیې موټر چلوونکي لويس هيملتن لومړی مقام تر لاسه کړ. د دې سياليو د نندارې له پاره محمد بن سلمان هم ورغلی وو چېرې چې هغه له سعودي ځوانانو سره سيلفي عکسونه هم واخيستل.

ب. ص/ ن. ص (دويچه ويله اردو، خبري آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه: