په سریلانکا کې د سیلابونو قربانیان ډېر شوي
د سریلانکا حکومت ویلی دي چې ځمکې ښویدني او سیلابونو تر۲۰۰ زیات کسان وژلي دي. لوی لاري او سړکونه تر اوبو لاندي شوي او هڅه کیږي چې اړمنو کسانو ته خواړه، اوبه او دارو درمل ورسول شي.
په سریلانکا کې سختو سیلابونو او ځمکو ښویدونو په لسونو زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. څه د پاسه یوه لسیزه وروسته په دغه هیواد کې دا تر ټولو سخت سیلابونه یایدیږي. اورښتونه د تیري جمعې له ورځي راهیسې پېل شوي ول.
تر څور ورځو سختو ورښتونو وروسته د سریلانکا هیواد سویلي او لویدیځې څنډې سختو سیلابونو زیانمني کړي دي. د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې وویل چې د تیري اوونۍ د ځمکې ښویدني او سیلابونو په پایله کې۲۰۲ تنه وژل شوي دي او لا سل کسان ورک دي. زیاتره کسان د ځمکې ښویدنې په پایله کې وژل شوي چې کورونه یې تر خټو او گارو تر سیلابونو لاندي شول.
دغه سیلابونه د ۲۰۰۳م کال له می میاشتې راهیسې تر ټولو خراب سیلابونه یادیږي. په دغه کال سیلابونو۲۵۰ کسان ووژل او لس زره کورونه یې ویجاړ کړل. تیرکال په دغه هیواد کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې د سلو کسانو ژوند اخیستی وو. معمولا په سریلانکا کې له می تر سپتمبر میاشتي پوري سخت بارانونه کیږي خو په شمال لویدیځ کې له نوامبر څخه تر فبرورۍ پوري هم اورښتونو کولای شي دروند زیان واړوي.
Relief operations gain momentum
د سریلانکا حکومت د یکشنبې له ورځې راهیسې کله چې بارانونه لږ کم شول د مرستو هڅې ډیرې کړې. پوځ څرخي الوتکې، کښتۍ او داسې نقلیه موټر چې پر سړک او اوبو دواړو حرکت کولای شي کار واخیست، څو پر خلکو مرستې وویشل شي. د سريلانکا حکومت د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.
تر۲۰۰۰ زیاتو امنیتي پرسونل په مرستندویه چارو کې برخه اخیستې وه. له هغوی سره شا او خوا لس زرو ملکي داو طلبو کسانو هم په اغیزمنو شویو سیمو کې د موادو د ویش په برخه کې مرسته کوله.
سختو بارانونو شا او خوا۷۷۰۰۰ کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي او تر۱۵۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي. بې ځایه شوو کسانو په دولتي ودانیو او یا هم د خپلوانو او دوستانو په کورونو کې پناه اخیستې ده. د یونیسیف په وینا د بې ځایه شویو کسانو د یوه پر لسمه برخه عمرونه تر پنځه کلنۍ ټیټ دي.
د دغه هیواد د سویلي سیمو اوسیدونکي د تمساح بریدونو له خطر سره مخامخ دي. په دغه ځای کې یو سیند دی چې په خطرناکو وحشي ژیو مشهوره دی او اوس د اوبو سطحه پکښې لوړه ده. په دې هکله اندیښنه هم شته چې د سیلابونو اوبه د میاشو د نسل له پاره زمینه برابره کړي او ویروسونه خپاره شي. سختو اغیزمنو شوو سیمو ته روغتیايي ډلې استول شوي دي چې د دغسې ناروغیو د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي.
ملگرو ملتونو، آسترالیا، جاپان او پاکستان ځیني مرستې کړي دي چې پکښې پر نورو سربیره خیمې هم شاملي دي. امریکا او چین هم د مرستو ژمنه کړې ده.