په سرپل کې امنیتي ځواکونه ته مرگ ژوبله اوښتې
۱۳۹۷ دی ۱۱, سهشنبهد آلمان خبري آژانس د سرپل د ولایتي شورا د غړي محمد آصف صدیقي له قوله لیکلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو جګپوړی ولایتي چارواکی، د ملي امنیت ادارې یو غړی او د محلي پولیسو قوماندان او همداشان د ملي اردو د ډلګۍ قوماندان شامل دی. نوموړی د ۲۳ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبره کوي.
د صدیقي په خبره له طالبانو سره په دغه نښته کې چې د سیمې پر وخت د ماښام پر اوو بجو په سیاد ولسوالۍ کې پیل شوې وه او اووه ساعته یي دوام وکړ نور ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي. هغه ویلي دي چې طالبانو د سیاد ولسوالۍ په مرکز کې پر دوو امنیتي پوستو باندې یرغل کړی وو.
تر دغه برید وروسته د تازه دمي ځواکونو کتار چې د مرستې په موخه استول شوی هم د طالبانو تر برید لاندې راغلی دی. د ځينو راپورونو له مخي ويل کيږي چي دغه پوستې طالبانو نيولي دي.
خو د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په پيښه کې ۱۵ پولیس وژل شوي او۲۱نور ټپیان دي.
د طالبانو یوه ویاند د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
په داسې حال کې چې امریکا متحد ایالات په افغانستان کې له ۱۷کلونو راهيسي رواني جګړې د ختمیدو له پاره د سولي د خبرو اترو هڅي زیاتې کړي دي، طالبانو هم خپل بریدونو ته زور ورکړی دی.