1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سريلانکا کې تر احتجاجونو وروسته کابینې استعفی ورکړې

۱۴۰۱ فروردین ۱۵, دوشنبه

په سريلانکا کې تر څو ورځو احتجاجونو وروسته د حکومت کابینې استعفی کړې ده، خو د دې هیواد ولسمشر ګوتابایا راجاپاکساهاس لا استعفی نه ده کړې. په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له کبله له څو ورځو راهیسې لاریونونه کیږي.

https://p.dw.com/p/49Q9B
Sri Lanka - Unruhe in Colombo
انځور: Eranga Jayawardena/AP/picture alliance

د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د سريلانکا کابینې تر احتجاجونو وروسته استعفی وکړه د دې هیواد ولسمشر ګوتابایا راجاپاکساهاس اپوزیسیون ته د ګډ حکومت وړاندیز کړی دی. په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت او د بیو د لوړوالي له کبله له څو ورځو راهیسې احتجاجونه روان دي.

دغه اعتراضونه داسې مهال شوي چې په دغه هیواد کې د ژوند کولو لګښتونه لوړ شوي دي، تېل کم دي او برېښنا هم د سويلي آسيا په دغه هېواد کې په وار وار قطع کيږي. سربیره پر دې پرون د سريلانکا د دفاع وزارت د مخابراتو کمېسيون ته امر کړی وو چې په موقت ډول د فيسبوک، واټس آپ، ايسنتاګرام، ټويټر او يوټيوب په څېر ټولنیزې رسنۍ بندې کړي.

د سریلنکا د ولسمشر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر راجاپاکسا «په پارلمان کې له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي دي چې سره یوځای شي او د وزارتونو مسئولیت ومني څو روان ملي کړکېچ ته د حل لار وموندل شي.»

Sri Lanka - Unruhe in Colombo
انځور: Dinuka Liyanawatte/REUTERS

سربیره پر دې، د سريلانکا د مرکزي بانک مشر اجیت نیوارد کابرال، هم د دې هیواد وروستی لوړپوړی چارواکی دی چې د یکشنبې ورځې ناوخته یې له خپلې دندې استعفی کړې ده. د معلوماتو له مخې د سريلانکا د حکومت ټولو ۲۶ وزیرانو استعفی کړې ده، خو ولسمشر او د هغه ورور ماهینا راجاپاکسا چې د دې هیواد لومړی وزیر دی، لا هم پر خپلو دندو پاتې دي.

د سویلي آسیا په دغه ټاپويي هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له کبله پر ولسمشر له دندې د ګوښه کیدو فشارونه ډیر شوي دي. سربیره پر دې، د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون، د بیو لوړوالی د دې سبب شوي چې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي. سربیره پر دې، د بهرنیو اسعارو د زیرمو کمښت هم او د ورځې د څو ساعتونو له پاره د برېښنا نه شتون د دې هیواد د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې کړي دي.

وروسته له هغې چې تیره اوونۍ په دغه هیواد کې احتجاجونه په تاوتریخوالي واوښتل، د دې هیواد ولسمشر د بیړني وضعیت اعلان وکړ، ترڅو د لا ډیرو سیاسي نا آرامیو مخه ونیسي. د بیړني وضعیت تر اعلان وروسته ګڼ شمیر لاریونوال د پولیسو له لوري نیول شوي وو خو بیا هم د یکشنبې په ورځ په سریلنکا کې د احتجاجونو راپورونه ورکړل شوي وو.